د چین اقتصاد د نړيوال اقتصاد مټ دی
CRI2021-06-17 14:42:21
شريکول:

د اقتصادي چارو يو کارپوه څه موده مخکې د امريکا له بلومبرګ نيوز سره په مرکې وويل، چې عرضې او تقاضا ته په کتو، د چين اقتصادي ارقام د بيا احيا کېدو پر لوري روان دي او دوام به ولري. د چين حکومت د جون په ۱۶مې نېټې د روان کال د مۍ اقتصادي ارقام خپاره کړل او ياد اټکل يې ثابت ښودلی دی.

د چين د اقتصادي پرمختګ حالت د روان کال له پيل راهيسې د اقتصاد د بيا احيا کېدو تمايل پر لور دوام پيدا کړی، صنعتي توليد، خدمتي چارې، بازاري پېر او پلور، ثابتې پانګونې يې زياتې شوي او وارداتو او صادراتو يې ګړندی پرمختګ موندلی دی.

چين به د نړيوال اقتصاد له بيا احيا کېدو سره مرسته وکړي

روسيان ورځپاڼې په يوې تازه تبصرې کې ليکلي، چې د چين اقتصاد د عرضې په برخه کې څو فعالې برخې رامنځته شوې دي. د بېلګې په توګه په مۍ مياشت کې د چين د لويې پيماني صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې وه. د يادونې وړ ده، چې د لوړې تکنالوژۍ د توليدي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷اعشاريه ۵ سلنه زياته شوې. له دې څخه ښکارېږي چې د چين د لوړې تکنالوژۍ توليدي چارو چټک پرمختګ د توليد د ژر احيا لپاره رغوونکی رول لوبولی دی. د باکيفيته پرمختګ پر لور ثابتې توليدي چارې به د چين د عمومي اقتصاد بيا احيا کيدو ته لا زياتې لارې هوارې کړي.

چين د تقاضا په برخه کې هم زيات ګټور ګامونه پورته کړي

د روان کال د مۍ په لومړۍ نېټه یا د کارګرو ورځې د رخصتۍ په موده کې د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر ۲۳۰ ميليونه ښودل شوی او د سيلانۍ عايدات له سلو ميليارډو يوانو څخه او د پوستي ليږدوونکو توکو شمېر له يو ميليارډو څخه زيات و. په دغې رخصتۍ کې د اورګاډو او الوتکو د لېږد راليږد او د هوټلونو، رستورنټونو، د پرچون او د هنر او سپورټ چارې ډېرې فعالې وې. برسيره پر دې د ټولنې د مصرفوونکو توکو د پرچون عمومي اندازې څخه د مصفروونکي بازار حالت څرګنديږي، ياده اندازه د روان کال په مۍ مياشت کې ۳۵۹۴ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانو ته رسيدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۲اعشاريه ۴ زياتوالی ښيي. مصرف او لګښت په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ ۶۰سلنه برخه نيولې او دا د دغه هېواد د اقتصاد د بيا احيا کېدو لپاره ستر اهميت لري.

نړيوال بانک تېره اونۍ د روان کال د چين د اقتصاد د پرمختګ اټکل له  ۷ اعشاريه ۹ سلنې څخه ۸ اعشاريه ۵ سلنې ته لوړ کړی او د زياتوالي يو عمده لامل یې دا ښودلی، چې د اقتصاد د بيا احيا کيدو د لګښت اغيزه يې د عامو پانګونو په پرتله ډېره پراخه ده.

د چين د اقتصاد له بيا احيا کېدو سره هممهاله د خلکو ژوند هم ښه شوی دی. د چين په ټولو ښارونو او علاقه داريو کې د اوزګارۍ انډول د روان کال په مې مياشت کې ۵ سلنه و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۹ سلنه ټيټوالی ښيي. روزګار او کار د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او دا د چين د حکومت، تصديو او خلکو له نه ستومانه کيدونکو هلو ځلو سره ټينګ تړاو لري.

د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې، د چين د عمومي اقتصاد تګلارې په مسلسله، ثابته او دواملرونکې توګه ساتل شوي او هغو تصديو سره چې ستونزې يې درلودې، مرستې شوې دي. چين په همدې وخت کې د اصلاحاتو او نوښتونو چارې هڅولي، چې له امله یې د کورنيو وړتياوو د زياتوالي اندازه پياوړې شوې او د اقتصاد د دوامدار پرمختګ لارې يې پراخې شوې دي. دغو تګلارو په يو معقول چوکاټ کې د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړی دی.

په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د اقتصاد د بيا احيا کيدو په چارو کې لا هم ناثابت لاملونه موجود دي، خو چين غواړي، چې د خپل اقتصاد د دواملرونکې احيا بنسټ ټينګ وساتي. ګټورو شرايطو ته په کتو اټکل کيږي، چې د چين اقتصاد به په ثابته توګه احيا شي او دوام به ولري او د نړيوال اقتصاد د انجن په توګه به خپل ځای ټينګ وساتي.

نړيوال بانک په تازه راپور کې اټکل کړی، چې د چين اقتصاد به په ۲۰۲۱م کال کې د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې يو په څلور خدمتونه وکړي.