د چين اوومه لويه کوبچي صحرا، ۱۸ زره او ۶۰۰ کيلومتره مربع مساحت لري. په تېرو څه باندې ۳۰ کلونو کې چينايانو هلته ډېرې ونې کينولي او څه باندې ۶ زره کيلومتره مربع صحرا يې زرغونه کړې ده. اوس په دغې صحرا کې نه يوازې ځنګل، بلکې اوبه هم پيدا کېږي.
(۱) د تېرې پېړۍ په ۸۰مه لسيزه کې په کوبچي صحرا کې د شګو ټوفان ډېر سخت و، هغه وخت اوښ د خلکو یوازينۍ ترانسپورتي وسيله وه. زده کوونکي به د شګو ټوفان له امله مکتب ته نه شوای تللی.
(۲) اوس په کوبچي صحرا کې ۹۳۰ کيلومتره سړک جوړ شوی او د خلکو لپاره يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.
(۳)د چين د کمپنۍ لخوا کرل شوی ځنګل.
(۴) ځایی خلک هر کال له ژيړ سيند څخه د کوبچي صحرا شمال خوا ته اوبه بيايي، په دغه صحرا کې يې تقريباً ۱۰۰ کيلومتره مربع لونده ځمکه او ۳۰ کيلومتره مربع د اوبو ډنډ جوړ کړی دی. په دغې سيمې کې اوس ډول ډول حيوانات اوسېږي او هره خوا نباتات ولاړ دي.