ای پي خبري اژانس: کوويډ-۱۹ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په امريکا کې رامنځته شوی
cri2021-06-18 11:23:05
شريکول:

ای پي خبري اژانس د جون په ۱۶ مه نېټه خبر ورکړ، چې د ۲۴ زرو امريکايانو د وينو نمونو د يوې تازه معاينې نتيجه ښيي، چې کوويډ-۱۹ ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په دغه هېواد کې رامنځته شوی او د امریکايي چارواکو له لوري تر خپرې شوې لومړۍ مثبتې پېښې څو اوونۍ مخکې په دغه هېواد کې ياد ويروس خپور شوی و.