د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين سوله ساتو ځواکونو د ملګرو ملتونو منشور مراعت کړی، د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره يې هڅه نه ده سپمولې او د نړيوالې سولې او ګډ پرمختګ لپاره يې ډېر خدمتونه ترسره کړي دي.
ملګرو ملتونو د جون په ۱۶ مه نېټه په لبنان کې د چين ميشتو ۴۱۰ سوله ساتونکو پوځيانو ته د سولې مډال ورکړ.