د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا استازو جرګې د جون په ۱۷مه نېټه د عراق پر وړاندې د دغه هيواد د نظامي عملياتو پرېکړه ليک لغوه او پر نورو هېوادونو د نظامي ځواک د کارولو په برخه کې يې د دغه هيواد د ولسمشر حق محدود کړ.
د امريکا سپينې ماڼۍ د جون په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ياد پرېکړه ليک له لغوه کېدو څخه ملاتړ څرګند کړ.
د امريکا اساسي قانون د جګړې حق د دغه هيواد کانګرس ته ورکړی دی. امريکا د عراق پر وړاندې د نظامي عملياتو د غوره کېدو پرېکړه ليک د ۲۰۰۲ کال په اکتوبر مياشت کې نافذ او له مخې يې په ۲۰۰۳م کال کې د عراق جګړه پيل کړه.
د امريکا حکومت څو ځلې دغه پرېکړه ليک د نورو هېوادونو په موخه د نظامي عملياتو د غوره کولو قانوني ملاتړ وباله. (هيله)