د ايټاليا د سنا مجلس د بهرنيو چارو کمېټې رئيس ويټو پيټروسيلي (Vito Petrocelli) د جون پر ۱۷ مه نېټه د دغه هېواد له لا رپبليکا (la Rupubblica) ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال د چين پر شينجيانګ د لويديځو هېوادونو هغه تورونه وغندل چې وايي، بېجينګ په شينجيانګ کې اقلیتونه ځورولي او د هغوی د توکم د ختمولو په لټه کې دی. نوموړي وويل، پر يوه داسې ټولنيز نظام تور لګول ناسمه کړنه ده چې تر يو ميليارډ ډېرو خلکو انتخاب کړی دی. نوموړي هيله وښودله، چې د خپل هېواد د سنا مجلس د پلاوي په مشرۍ شينجيانګ ته سفر وکړي، څو د دغه پلاوي غړي د شينجيانګ وضعيت له نږدې وګوري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون پر ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه وويل، چين شينجيانګ ته د بېلابېلو هېوادونو خلکو د سفر هرکلی کوي او زیاته يې کړه چي دی باور لري چې حقيقتونه به هرومرو ګنګوسې او درواغ رسوا کوي.
په دې وروستيو ورځو کې د ايټاليا، برازيل، سينګاپور، سويډن او يو شمېر نورو هېوادونو خبري رسنيو، د ناروې د فيلون ښار پخواني ښاروال ويسټبي او فرانسوي ليکوال ويواس په خپلو رپوټونو او ليکنو کې پر بېجينګ هغه تورونه په کلکه غندلي، چې وايي په شينجيانګ کې يې د لږکيو قومي خلک ځورولي او د دوی د توکم ختمولو په لټه کې دي. نوموړو دغه تورونه پر چين د امريکا او لويديځو هېوادونو جوړه دسيسه بللې او هدف يې د چين د پرمختګ مخه نيول په ګوته کړی دی.