انټونیو ګوټریس دویم ځل د ملګرو ملتونو سرمنشي وټاکل شو
cri2021-06-19 11:49:10
شريکول:

انټونيو ګوټريس د روان کال د جون پر ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د دويم ځل لپاره د دغه سازمان د سرمنشي په توګه وټاکل شو او نوی پنځه کلن ماموريت به يې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پيل شي.

انټونيو ګوټريس خبري رسنيو ته په وینا کې وويل، چې هغه به د خپل ماموريت په روانه او راتلونکې موده کې ۱۰ لوی پلانونه عملي کړي. هغه وویل چي په دغه لسو لویو پلانونو کي د کرونا په وړاندي د اوږدمهالي مبارزې له پاره اقدامات شامل دي. هغه له نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چي خلګو ته د کرونا ضد واکسین د برابرولو له پاره ګډي هڅي وکړي.