ښکاري چي اروپا د چین په وړاندي د امریکا د فعالیتونو مخالفه ده
CRI2021-06-19 14:19:41
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن اروپا ته په خپل لومړي سفر کې د جي ۷ هېوادونو، ناټو، امريکا او اروپا په يو لړ سرمشريزو غونډو کې ګډون وکړ او په دې ترڅ کې يې له چين سره د مقابلې لپاره د تش په نامه د ګډې ارزښتناکې نظريې ټولنې د جوړولو نيت ښودلی دی. خو د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل د جي ۷ هېوادونو سرمشريزې په موده کې څرګنده کړه چې، که د اقليمي بدلون مسئلې د حلولو او د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په شمول نورو اساسي کارونو کې چين خپل رول پريږدي، نو دوی به هيڅ کله د حلولو لارې چارې پيدا نه کړای سي. د فرانسې ولسمشر يمانويل ماکرون په مستقيمه توګه وويل چې د جي ۷ هېوادونو ډله د چين په مقابل کې سپر نه دی.

دا څرګنده ده چې د اروپايي ټولنې دواړه مهم غړي نه غواړي د امريکا پر پل پښه کښېږدي. تر اوسه پورې که څه هم امريکا او اروپا د امنيت ساتلو په چارو کې ملګري دي، خو د دوی تر منځ اوس هم خورا ژور او لاینحل اختلافونه شته. د اتلانتيک سمندر پر غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ اړيکې په ظاهر کې نژدې او ټينګې معلوميږي، خو په حقيقت کې په لاندي دلایلو ترینګلي او له اختلافونو ډکې دې:

لومړی: د امريکا او اروپا ستراتيژۍ مختلفي دي. امريکا غواړي د خپلې ايډيالوژۍ پر بنسټ کوچنی ګروپ جوړ کړي او د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ او د ساينس او ټکنالوژۍ په شمول ځینو نورو برخو کې له جي ۷ هېوادونو سره همکاري وکړي او په دې طریقه په ګډه له چين سره مقابله وکړي. خو دا شک نه شته، که چېرې اروپايي ټولنه دغه ګام ور سره پورته کړې، نو ځان ته زيانونه ورسوي. همدا راز دغه کار به د اروپايي ټولنې د ستراتيژي او له چين سره د ګډې همکارۍ له غوښتنې څخه سرغړونه ده.

دويم: د امريکا او اروپا بنسټيزې ګټې مختلفې دې. د فرانسې د ليس يچوس ورځپاڼې په وروستيو ورځو کې دې ته اشاره وکړه چې اروپا بايد د چين پر ضد د فعاليتونو ملاتړ و نه کړي، ځکه چې تېر کال چين د امريکا پر ځای د اروپا تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځيدلی دی. دغه راز د اقليمي بدلون د مسئلې حلولو لپاره چين هم مهم رول لوبولی دی.

برسيره پر دې، پر امريکا د اروپا باور د ټيټېدو په حال کې دی، نو اروپا به هیڅ کله په امریکا پسې نه سي. د بوين او ايرباس، د نورډ سټريم ۲ په نامه د ګازو د ليږلو پايپ لاين، د ډجيټلي چارو په شمول برخو کې د دواړو خواوو تر منځ توپيرونه په پر له پسي ډول رامنځته شوي. په وروستې موده کې هغه خبر هم افشاء شوی چې امريکا له اوږدې مودې راهيسې د اروپا د مشرانو تيليفونونو ته غوږ نيولی او دغه کار پر امريکا د اروپا باور لا کمزور کړی دی.

بايډن هیله لري چې له چين سره د مقابلې لپاره له اروپا سره ملګری وکړي، خو د اروپا د ستراتيژيو عمده ټکي او د پرمختګ ګټې ورسره برعکس دی. دا ډېر مهم دی چې اوس نړيوالې اړيکې د قطب ييز کېدو په لوري رواني دې او د امريکا د ايډيالوژۍ پر بنسټ د کوچنې ډلې جوړول له دغه لوري سره سمون نه لري. نو سره له دې چې د امريکا او اروپا تر منځ د ګډو ارزښتناکو نظريو پر بنسټ د ګډې ټولنې د جوړولو نارې لوړې دې، خو په حقيقت کې دا يوازې يوه سياسي ننداره ده.