د امريکا د اقتصاد بیا رغونه پر نړیوال انفلاسیون فشار راوړي
cri2021-06-20 14:46:56
شريکول:

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جون پر ۱۹مه نېټه یو راپور خپور کړ، چې عنوان يې  د " امريکا اقتصاد پر نړیوال انفلاسیون فشار اچوي او د ډېرو هېوادونو مرکزي بانکونه یې اړ ایستل چې اقدام وکړي." دی

 په مقاله کې راغلي، چې د امريکا د اقتصادي بيارغونې له امله نړیوال انفلاسیون او د ډالر تبادلوي ارزښت لوړ شوی دی. په داسې حال کې، چې ځينو هیوادونو خپل مرکزي بانکونه اړ ايستل، تر څو د سود قیمت لوړ کړي . دا په داسې حال کې ده، چې په دغو هېوادونو کې پر کرونا وبا د اخته شويو کسانو شمېر ډېر دی او اقتصاد يې په بشپړ ډول رغېدلی نه دی.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مرکزي بانکونه د امريکا د فدرالي زېرمو کمېټې  عملونو ته پاملرنه کوي، چې څنګه د انفلاسیون د لوړېدو مسئله حل کړي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د روسیې، برازیل او ترکیې مرکزي بانکونو د سود نرخ لوړ کړی دی، ترڅو د انفلاسیون مخه ونیسي.