امريکا کله نړیوالې ټولنې ته توضيحات ورکړي؟
cri2021-06-20 14:55:39
شريکول:

د امريکا کلينيکل انفيکشس ډيسيس ( Clinical Infectious Diseases) مجلې، چې په دغه هېواد کې د ساري ناروغیو د څېړنو په برخه کې يوه ډېره اغېزناکه مجله ګڼل کيږي، د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې کوويډ-۱۹ ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په امريکا کې رامنځته شوی دی.

دغه راپور د ډېرو نړیوالو خبري رسنيو توجه  راجلبه کړې ده، ځکه له دې مخکې ځينو امريکايي سياستوالو غوښتنه کړې وه، چې بايد په چین کې د کوويډ-۱۹ د منشاء د پيدا کولو لپاره پلټنه وشي، خو د ياد راپور په خپرېدو سره د دوی دا غوښتنه د خندا وړ ګرځېدلې ده.

د نوموړي راپور له مخې، د امریکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ (اين ای اېچ) څېړونکو د وينو هغه  ۲۴۰۷۹ نمونې، چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له دويمې نه د مارچ تر ۱۸مې نېټې پورې د دغه هېواد په ۵۰ ايالتونو کې اخيستل شوي ، څېړلي او پيدا کړي  يې دي، چې له دغو نمونو څخه ۹ نمونې د کوويډ-۱۹ ضد انټي باډي يا معافيت لري.  پدې معنا ده، چې ۹  کسان پر کوويډ-۱۹ اخته شوي وو. له دغو ۹ کسانو څخه ۷ تنه د امريکا په ايلينويس، ماساچوسيټ، ويسکونسين، پانسيلوانيا او ميسيسيپي ايالتونو کې اوسيږي او دوی د دغو ايالتونو د حکومتونو له لوري تر خپرې شوې لومړۍ مثبتې پېښې مخکې پر ياد ويروس اخته شوي  دي .

همداراز د  ددغې  مجلې په دې راپور کې ليکل شوي، چې د وينو په يادو ۹ مثبتو نمونو کې تر ټولو مخکې اخيستل شوې نمونه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۷مه نېټه په ايلينويس ايالت کې اخيستل شوې ده. پدې معنا ده، چې له  دغه وخت نه  ۱۴ ورځې  مخکې يعنې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۲۴مه نېټه ښايي په دغه ايالت کې ياد ويروس خپور شوی وي.

د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د ايلينويس ايالت په شمال کې ډېر ځايي اوسېدونکي د تنفس په  ناروغۍ اخته شوي وو، چې  دغه ويروس ځايي ډاکټرانو پخوا نه دی ليدلی. په  هماغه وخت کې په ويسکونسين کې هم ډېر خلک د تنفس په  ناروغۍ اخته شوي وو او ځايي حکومت ويلي، چې دوی د برېښنايي سيګريټ د څکولو له امله ناروغ شوي دي.

ډېری طبي کارپوهان پدې نظر دي،چې دغه  ناروغان بايد يوځل بيا وڅېړل شي، ترڅو تائيد شي، چې ايا دوی د کوويډ-۱۹ له سرچينو سره اړيکې لري او که نه.

د کوويډ-۱۹ په اړه طبي څېړنې او د دې ويروس د وقايې تجربې راټولول او د واکسين جوړول ډېر مهم کارونه دي او د نويو وباوو د مخنيوي لپاره ډېر اهميت لري.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې پر ۱۷مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د کوويډ-۱۹ د سرچینې د پيدا کولو په برخه کې د شفافیت پر اصولو او نړیوالې پرانیستې همکارۍ ټينګار کوي.

ده زیاته کړه، چې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهان  دوه ځلې د چين په بلنه  د ويروس سرچينې د پيدا کولو لپاره دغه هېواد ته راغلي وو او ډېرو کارپوهانو له خپلو کارونو سره د چين همکارۍ تائيد کړې.

جاو لی جیان څرګنده کړه،  ، موږ په چين کې له ټولو هغو کسانو سره ليدلي دي، چې موږ یې لیدل غوښتل او همداراز  ټولو هغو ځايونو ته تللي يو، چې  باید لیدل شوي وای.

د روغتيا نړيوال سازمان او چينايي کارپوهانو ګډ راپور، چې د روان کال په مارچ کې رسماً خپور شوی ښيي، چې احتمال نه شته کوويډ-۱۹ ويروس له لابراتوار څخه خپور شوی  وي. دغه راپور د نړۍ څه باندې ۳۰ لوړپوړو طبپوهانو په ګډه ليکلی، خو امريکايي چارواکو بيا هم پرې بې باوري ښودلې او ساينسي څېړنې يې آن سياسي کړي، چې له امله يې د کرونا وبا پر وړاندې نړيواله مبارزه له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د ساينسي پلټنې د نتیجې له رامنځته کېدو مخې بايد په هر ممکن او شکمن ځای کې پلټنه ترسره شي. طبي پلټنو  ثابته کړې، چې کوويډ-۱۹ ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په امريکا کې رامنځته شوی دی او د دې پلټنې نتيجو  ته په کتو امريکا بايد د روغتيا نړیوال سازمان کارپوهانو ته بلنه ورکړي، څو په دغه هېواد کې د ويروس سرچينې د پيدا کولو لپاره پلټنې ترسره شي.