د نړيوال فضايي سټېشن فضانورد: په فضا کې د انسانانو شمېر ٪43 زيات شوی
cri2021-06-20 16:23:15
شريکول:

د نړيوال فضايي سټېشن فرانسوي فضانورد توماس پيسګويټ (Thomas Pesquet)، چې اوس په دغه فضايي سټېشن کې پر خپلې دندې بوخت دی، د جون پر ۱۸مه نېټه په خپله ټويټ ليکنه کې فضا ته د چيني فضانوردانو د راتګ هرکلی وکړ.

 نوموړي ليکلي: په روانه اوونۍ کې د چين فضايي سټېشن ته د دغه هېواد د دريو فضانوردانو په رسېدو سره په فضا کې د انسانانو شمېر ٪43 زيات شوی دی.

له دې يوه ورځ مخکې درې چيني فضانوردان د فضايي بېړۍ له لارې د دغه هېواد جوړ فضايي سټېشن ته ورسېدل، چې پدې سره په فضا کې د بېلابېلو هېوادونو پر فضايي دندو بوخت فضانوردانو شمېر له ۷ څخه ۱۰ ته زيات شوی دی.

اوسمهال په نړيوال فضايي سټېشن کې ۷ فضانوردان په فضايي دندو بوخت دي ،چې له دوی څخه يو فرانسوي فضانورد توماس پيسګويټ دی او په نورو ۶ فضانوردانو کې ۳ امريکايان، ۲ روسان او ۱ جاپانی  دی .

د نړيوال فضايي سټېشن په فضانوردانو کې چيني فضانوردان نه دي شامل شوي، خو چيني فضانوردانو د ډېرو کلونو هڅو په نتيجه کې اوس خپل فضايي سټېشن جوړ کړی دی.