د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېرنې له مخي، په ۲۰۲۰ کال کې د چين د نړيوالې انلاین سوداګرۍ د پرچون ډول وارداتو او صادراتو اندازه ۱.۶۹ ټریلیونو يوانو ته رسېدلې چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۱.۱ سلنه زياته شوې ده. د چین د بهرني سوداګرۍ د لوړ کیفیت د پراختیا لپاره نړيواله انلاین سوداګرې د يوې فعالې انجن په حیث عمل کوي.
په ۲۰۲۰ کال کې په چين کې د نړيوالې انلاين سوداګرۍ ۴۶ نوې عمومي ازمايښتي سيمې جوړې شوي چي د دغو ازمايښتي سیمو ټول شمېر ۱۰۵ ته ورسېد. دغو سیمو دا مهال له ۳ ميلیونو څخه زیات خلک په کار ګمارلي دي.
(ليلا)