په چين کې خلکو ته یو میلیارډ ډوزه د کرونا ضد واکسین ور کول شوی
cri2021-06-21 15:04:00
شريکول:

د چين د روغتيايي چارو دولتي کمېټې په خپله ويبپاڼه کې خبر خپور کړ چې له مخې يې د روان کال د جون تر ۱۹مې نېټې پورې د چين په ۳۱ ولايتونو، مستقيمو اداري ښارونو او د شينجيانګ د توليد او جوړونې سيمه کې خلکو ته د کرونا ضد څه باندې يو ميليارډه دوزه واکسين ورکړل شوی دی.

د تېر کال د دسمبر پر ۱۵مه نېټه چين د هېواد په دننه کې اړمنو کسانو ته د دغه واکسين د ورکولو کار په رسمي توګه پيل شو او دغه کار په ګړندۍ او مثبته توګه تر سره شوی. اوس په چين کې خلکو ته د دغه واکسين د ورکړل شويو شمېر او د دغه واکسين کوونکو کسانو شمېر په نړۍ کې لومړی ځای نيسي. په عين وخت کې چين په نورو هېوادونو کې چيني اتباعو ته څه باندې يو ميليون واکسين ورکړی دی.

د يادولو وړ ده چې چين نه يوازې د خپلو اتباعو امنيت او روغتيا ته ډېره پاملرنه کړې، بلکې په دغه هېواد کې د بهرنيانو خونديتوب او روغتيا ته هم توجه کوي. اوس د چين په ډېرو سيمو کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په سيسټم او د استوګنې په ټولنو کې د بهرنيانو د شمولو کارونه پيل شوي او د دوی اړتياوو د پوره کولو لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي. د بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو، جيانګ سو، ګوانګ دونګ، جه جيانګ او های نان په شمول ځينو ښارونو او ولايتونو کې بهرنيانو ته د کرونا ضد واکسين ورکولو کارونه شروع شوي دي.

امريکايې جولي چې په چين کې د انګلیسي ژبې د ښوونکې دنده پر غاړه لري، په ګوانګ دونګ ولايت کې دغه واکسين کړی دی، هغې وويل:

((احساسات مې ډېر ښه دي، دغه واکسين د کرونا ويروس غيرفعال کوونکی واکسين دی او ډېر خوندی دی.))

له هند څخه راغلې پولينا په چين کې يې ۱۷ کاله کار او ژوند کړی، هغې د سي ام جي له خبريال سره په مرکه کې وويل:

((د واکسين ورکولو په ځای کې ټول کارکوونکي ډېر مسلکي دي او کارونه په عادي توګه ترسره کېږی. دا کار ما ته ژوره خاطره رابښلې ده. ما په چين کې ۱۷ کاله ژوند کړی او په دغه هېواد کې د کرونا وبا د کنټرول په اړه پوره باور لرم.))

اوس د روغتيا نړيوال سازمان د کوویډـ۱۹ ضد د چين د سينوفارم او سينواک شرکتونو واکسينونو ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې ده، له دې څخه ښکاري، چې د چين ياد واکسينونه خوندي او اغېزمن دي او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې کې به ډېر ښه رول ولوبوي. چين د کرونا ضد د واکسين د څېړنې په برخه کې د نړۍ په مخکښه ډله کې پاتی دی. په عين وخت کې چين د دغه واکسين د نړيوالې همکارۍ په مخکښه ډله کې هم دی. چين ژمنه کړې چې دغه واکسين به په ګردې نړۍ کې عامه توليدات وګرځي، نو چين بېړنۍ اړتيا لرونکو پرمختيايي هېوادونو ته د واکسين مرستې کړې، د بېلا بېلو هېوادونو سوله ساتونکو ته واکسين بسپنه کړې او هغو لوبغاړو ته يې واکسين برابر کړی چې په اولمپيک لوبو کې د ګډون پلان لري. چين د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره يو لړ عملي کړنې ترسره کړې دي. اوس د چين واکسين په څه باندې ۹۰ هېوادونو او سيمو کې بازار ته د وړاندې کولو او د بېړنۍ کارونې اجازه لري. ويل کېږي چې د چين واکسين د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې لپاره باور او قوي ملاتړ برابر کړی دی. نړيوالې ټولنې هم د چين د واکسين ستاينه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين وويل، د کرونا وبا پر وړاندې، هېڅ هېواد په خپله ورسره مقابله نه شي کولای. چين تل د دغه وبا ضد نړيواله مبارزه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ کړې، د چين واکسين هم د انسانانو د روغتيا ساتلو لپاره اغېزمن رول لوبولی او لوبوي يې. (هيله)