شي جين پينګ ابراهيم رييسي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CRI2021-06-22 11:55:47
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۱مه نېټه د ايران نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهيم رييسي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پینګ په دغه پيغام کې وويل، چين او ايران هراړخيز ستراتېژيک ملګري دي او سږکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۵۰مه کليزه ده. ده زیاته کړه، زه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم له ولسمشر ابراهيم رييسي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو خبرو د پیاوړتیا،  سياسي اعتماد او په بېلابېلو برخو کې د ګډو  همکاریو  او ګټو د  تقويې او پراختيا لپاره هڅې وکړم، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لازياتې ګټې ورسيږي.