د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون د چين د ورخلاصون ټينګه اراده څرګنده کړې
CRI2021-06-22 13:22:10
شريکول:

د جون په ۲۱مه نېټه څو چيني چارواکو په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون په اړه مشخص معلومات ورکړل.

 له دغه قانون څخه نړۍ ته دا څرګند پيغام خپور شوی، چې چين به د ورخلاصون د پياوړتيا او د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅولو پر لارې ټينګار وکړي.

د چين په های نان ولايت کې د ازاد سوداګريز بندر جوړونه د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د دغه هېواد د تر ټولو لوړ مشر له خوا طرحه او ترتيب شوی مهم پلان دی.

 که څه هم د چين پر وړاندې د کرونا وبا د حملې او په نړۍ کې د نړيوال کېدو ضد غوښتنې د راپورته کېدو په شمول ستونزې او ننګونې شتون لري، خو دغه هېواد د ټاکلي پلان د عملي کولو لپاره منظم ګامونه پورته کړي او  لا هم جريان لري.

(( د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ عمومي پلان ))د ۲۰۲۰ م کال د جون په لومړۍ نېټه خپور شوی او د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ چارې په هر اړخيزه توګه پيل شوي دي. د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې د های نان ولايت د وارداتي او صادراتي مالونو ارزښت ۹۳ ميليارډه او ۵۱۰ مليونو يوانو ته رسېدلی، چې د زياتوالي انډول يې د هېواد د منځني انډول په پرتله يو اعشاريه دوه فيصده لوړ شوی دی.

په ۲۰۲۰م کال کې په های نان ولايت کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو ارزښت له ۳ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د دغه ولايت د استعمال شويو بهرنيو پانګو ارزښت ۵۶۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۳۰ فيصده زياتوالی ښيي.

د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون ۸ فصلونه او ۵۷ مادې  لري، چې د سوداګرۍ د ازادۍ او اسانتيا، د پانګونې د ازادۍ او اسانتيا، د مالياتو نظام، د ايکولوژۍ او چاپيريال ساتنې، د  صنعتي چارو د پرمختګ او د استعداد لرونکو په برخو کې د لوړې کچې ورخلاصون قانوني تضمين تاييد شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې ازادي او اسانتيا د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ په چارو کې مهم کار دی او په نوموړي قانون کې د دغه کار په اړه ځانګړي مقررات وړاندې شوي دي. د بېلګې په توګه، د مالونو د سوداګرۍ په اړه د دغه قانون د مقرراتو له مخې له بند او محدود شويو وارداتي او صادراتي شيانو پرته مالونه او سوداګريز توکي د بهرنيو سيمو او د های نان د ازاد سوداګريز بندر ترمنځ ازاد تګ راتګ کولی شي.  دغه قانون د پانګونې په اړه پر دې ټينګار کړی، چې د پانګونې د اداري تشريفاتو د اسانه کېدو نظام دې عملي او د پانګونې د هڅونې او ساتنې نظام دې بشپړ شي.

د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون به د لا بشپړ سوداګريز چاپيريال په ابادۍ کې ګټور رول ولوبوي او په دې اړه به د تصديو په تېره بيا د بهرنيو تصديو اراده او باور لا ټينګ کړي، چې په اوږد مهاله توګه په های نان ولايت کې د خپل کار و بارو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي، او دوی ته به د پانګونې ګڼ شمېر فرصتونه او ګټې ورسوي.

د يادولو وړ ده، چې د ورخلاصون د پياوړتيا تر څنګ د ننګونو مخنيوی  هم يو مهم کار دی. د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون د ۵۵مې مادې له مخې، د ازادې سوداګرۍ بندر بايد د ننګونو او خطرونو د وړاندوينې او مخنيوي سيستم جوړ کړي، ترڅو د لويو خطرونو مخنيوی او حل وشي.

چين له تېرو څو کلونو راهيسې د ممکنو خطرونو د کنترول پر بنسټ د مقرراتو، د اداري  چارو او معيارونو په شمول د نظامونو په برخه کې د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې دي او د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون په دغه برخه کې نوی ګام بلل کيږي.

د ټاکلي پلان له مخې، د های نان د ازاد سوداګريز بندر تجارتي چاپيريال به په ۲۰۲۵م کال کې د چين لومړۍ کچې ته ورسيږي او په ۲۰۳۵م کال کې به نور هم ښه او بشپړ شي او د چين د پرانيستي اقتصاد لوړه څوکه به وګرځي.

د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون ښيي، چې چين به د ورخلاصون دروازه بنده نه کړي او د ورخلاصون کچه به لا لوړه کړي، تر څو نړۍ ترې  لا زيات ګټور فرصتونه تر لاسه کړي.

(ياسمين)