د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او انکشاف کنفرانس د جون په ۲۱مه نېټه د ۲۰۲۱ کال د نړيوالو پانګونو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې راغلي، چې په چين کې د کرونا وبا ضد مبارزې د برياليتوب او د چټکې اقتصادي احيا له امله په ۲۰۲۰ کال کې د چين لخوا راجلب شوې مستقيمې بهرنۍ پانګونې د ۲۰۱۹ کال په نسبت شپږ سلنه زياتې شوې دي.
په راپور کې راځي، چې د چين نړيوال شرکتونه د پرمختګ په حال کې دي او په ۲۰۲۰ کال کې چين په ګرده نړۍ کې تر ټولو لوی پانګونه اچوونکی هېواد هم و.
د نړیوالو پانګونو د راپور په اساس، د چين په شمول د ځينو اسيايي هېوادونو تر هڅونې لاندې، په همدغه کال کې اسيا په ټوله نړۍ کې يوازينۍ سيمه وه، چې بهرنۍ پانګونې يې زياتې شوې دي.