د چين استازي د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب د م.م د بشري حقونو شورا غونډې ته وينا وکړه
cri2021-06-22 18:03:38
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شو د جون پر ۲۱مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې د نړۍ د څه باندې ۶۰ پرمختيايي هېوادونو او سيمو په استازيتوب وينا وکړه او پکې يې د کرونا ضد واکسين د عادلانه وېش  غوښتنه وکړه.

نوموړي د خپلې وينا پر مهال وويل، چې کرونا وبا په نړۍ کې لاهم د خپرېدو په حال کې ده او بېلابېلو هېوادونو، په تېره بيا مخ پر ودې هېوادونو ته يې زيات اقتصادي او ټولنیز زيانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې واکسين د دې وبا د ختمولو لپاره پیاوړې وسله ده او دا چې اوسمهال واکسین ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی، نو پکار ده، چې په نړیواله کچه یې تولید عام شي.

چن شو دا هم وویل، چې د واکسين نېشناليزم او تر نفوس زيات ذخيره کول يې ډېر د اندېښنې وړ دي.

 ده همداراز وويل، چې چين د کرونا ضد واکسين د عادلانه وېش په اړه د ملګرو ملتونو له غوښتنې ملاتړ کوي او پر ټولو هېوادونو غږ کوي، چې خپلمنځي يووالی وساتي، ژمنې پلې کړي، او له پرمختيايي هېوادونو سره په تېره بيا له بېوزلو هېوادونو سره دې د واکسين د پر وخت ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.