کارپوه: په امریکا کې د کرونا تر لومړۍ مثبتې پېښې مخکې هلته ياد ويروس خپور شوی و
CRI2021-06-22 11:51:14
شريکول:

د ويروسونو نړيوال څېړنيز پروګرام رئيس دانيس کارول په دې وروستيو کې له چيني رسنۍ سي سي ټي وي سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د امريکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ يوه تازه پلټنه ښيي، چې په دغه هېواد کې کرونا ويروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې خپور شوی و.

نوموړي د دغې پلټنې نتيجه د باور وړ بللې ده او ويلي يې دي، چې د کرونا د منشاء پيدا کول، د عامې روغتیا د یوې موضوع په توګه نه دي ګڼل شوي، بلکې د سياسي وسلې په توګه کارول شوي او دا ټولو خلکو ته زيانونه رسوي.