چين: امريکايي ځواکونه بايد په مسئولانه ډول له افغانستان ووځي
cri2021-06-23 10:27:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د جون پر ۲۲ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې امريکايي ځواکونه بايد په مسئولانه ډول له افغانستان څخه ووځي.

جاو لي جيان په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا ۲۰ کاله مخکي د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه افغانستان ته ځواکونه ليږلي او پر القاعدې او طالبانو د بريدونو ترڅنګ يې ګڼ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې تر ۳۰ زرو ډېر ولسي وګړي د امريکايي ځواکونو له لوري په وهلو او بمونو او يا د دوی د پوځي عملياتو له امله مړه شوي دي، تر ۶۰زرو ډېر خلک ټپيان شوي او کابو ۱۱ ميليونه تنه بې کوره شوي دي. له ۲۰ کلونو وروسته نن په افغانستان کې امنیتي وضعيت لا هم سخت دی او د تروريزم مسئله لا نه ده حل شوې. امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بشپړو ايستلو ناڅاپي پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د امنيتي وضعيت د لاخرابېدو سبب ګرځېدلی او د دغه هېواد سولې او ثبات او د خلکو ژوند ته يې ډېر ګواښونه پېښ کړي دي. امريکا افغانانو ته له ستونزو او خطرونو ډک راتلونکی ورکړی دی.

ښاغلي جاو لي جیان زياته کړه چې، امريکا د افغانستان د اوسني وضعيت لپاره له غاړې نه اوښتونکی مسئوليت لري او بايد په مسئولانه توګه له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي، د افغانستان وضعيت بايد ثابت وساتي او ترهګرو ته د نفوذ پراخولو فرصت ورنه کوي.