په طبي پلټنو کې د کرونا منشاء چېرې ده؟
cri2021-06-23 09:18:35
شريکول:

يوه تازه پلټنه ښيي، چې په امريکا کې کوويډ-۱۹ د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې رامنځته او خپور شوی دی. پدې معنا، چې په دغه هېواد کې د کرونا تر لومړۍ ثبت شوې مثبتې پېښې مخکې هلته ياد ويروس خپور شوی او دې نتيجې ته په کتو، د کرونا منشاء د موندلو چارې باید د امريکا په ګډون د نړۍ په هر ممکن ځای کې ترسره شي.

 

د دغې پلټنې راپور د امريکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ (اين ای اېچ)  له لوري د روانې مياشتې پر۱۵مه نېټه خپور شو. د دې  انسټيټيوټ څېړونکو د وينو هغه  ۲۴۰۷۹ نمونې، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د دغه هېواد په ۵۰ ايالتونو کې اخيستل شوي، څېړلي او پيدا کړي  يې دي، چې په دغه هېواد کې کوويډ-۱۹ د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې رامنځته شوی دی. پدې معنا،  چې په دغه هېواد کې د کرونا تر لومړۍ مثبتې پېښې (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۱۹مې نېټې ثبت شوې) څو اوونۍ مخکې هلته ياد ويروس خپور شوی دی. د ويروسونو نړيوال څېړنيز پروګرام رئيس دانيس کارول له رسنيو سره د مرکې پر مهال ياده پلټنه د باور وړ بللې ده.

 

په حقيقت کې د ډېرو هېوادونو طبپوهانو او رسنيو د کرونا وبا په لومړيو کې د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د کرونا د خپرېدو اعلان کړی دی. اروپايي ژورنال اف ايپيډيميولوجي مجلې (European Journal of Epidemiology) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې په اروپا کې کوويډ-۱۹ د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې رامنځته شوی دی. د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز د راپور له مخې، په امريکا کې ياد ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې خپور شوی. د سويډن د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو طبپوهانو ويلي، چې په دغه هېواد کې ښايي، د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې ياد ويروس رامنځته شوی وي. د ايټاليې په ميلان کې د سرطان ملي انسټيټيوټ پلټنه ښيي چې په دغه هېواد کې شاید د ۲۰۱۹ کال د  دوبي په  موسم  کې ياد ويروس خپور شوی وي....

 

د کرونا د منشاء په اړه پلټنه د ساينس یوه ډېره پيچلې موضوع ده او د بشپړولو لپاره يې ښایي د ساينسپوهانو ډېرو کلونو ته اړتیا وي، ځکه پخوا هم ځینو څېړنو لسګونه کلونو وخت نیولی، خو لا یې هم نتیجه نه ده تر لاسه شوې. بل دا چې متأسفانه  ځيني سياستوال تر ساينسپوهانو زیات  د کرونا په موضوع کې علاقمند  دي او دغه کار يې سياسي او لاستونزمن کړی دی.

 

د امريکا ولسمشر جوبايډن د مۍ پر ۲۶مه د دغه هېواد پر استخباراتي ډلو غږ وکړ، چې د چين  له لابراتوار سره د کرونا ويروس د اړيکو په اړه پلټنه وکړي او په نوي ورځو کې رپوټ ور وسپاري. 

 

له دې وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان لسګونه کارپوهان دوه ځلې د چين په بلنې د کرونا د ريښو موندلو لپاره دغه هېواد ته ورغلي وو او راپور يې خپور کړی و. ددغه راپور له مخې داسې هېڅ ثبوت نشته، چې وښیي کوويډ-۱۹ ويروس له لابراتوار څخه خپور شوی دی. امريکايي چارواکو پر دې راپور بې باوري ښودلې او له سره یې د پلټنې غوښتنه کړې او دغه دنده يې د  روغتيا نړيوال سازمان او ساينسپوهانو ته نه ، بلکې استخباراتي ادارې ته سپارلې ده.

 

د امريکا استخباراتي ادارې څه کړي دي؟ بشریت ته خدمت، که پټې وژنې او یا په نورو هېوادونو کې کودتا او جګړې راپارول؟ د امريکا پخواني خارجه وزير او  مرکزي استخباراتي ادارې (سي اي اې)  پخواني رئيس مايک پومپيو د ۲۰۱۹ کال د اپريل پر ۱۵مه د تکزاس ايالت په  اې اېن اېم پوهنتون  کې د وينا پر مهال وويل، موږ درواغ وايو او غلا  کوو او پدې برخه کې يو لړ بشپړ روزنيز درسونه لرو......

 

د کرونا وبا ضد مبارزې د پرله پسې سياسي کېدو له امله ساينسپوهان او طبپوهان تر ډېر فشار لاندې  راغلي دي. د امريکا د ولسمشر طبي سلاکار او د ساري ناروغيو مشهور کارپوه انټوني فوسي ډېر ځلې د مجبوريت له مخې د کرونا وبا په اړه خپل موقف بدل کړی  او هغه ته آن د مرګ تهديد شوی دی.

 

که سياستوالو  د طب او ساينس پوهانو ځای نه وای نيولی او د کرونا پر وړاندې مبارزه  یې نه وای سياسي کړې، وضعيت به داسې نه وای.

 

لکه څنګه چې د ويروسونو نړيوال څېړنيز پروګرام رئيس دانيس کارول ويلي، د کرونا ريښو موندل د عامې روغتيا د يوې موضوع په توګه نه دي ګڼل شوي، بلکې د سياسي وسلې په توګه کارول شوي او دا ټولو خلکو ته زيانونه رسوي.