د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جیان د جون پر ۲۲مه نېټه د امريکا د سوداګرۍ وزارت له لوري پر ويچټ او ټيکټاک د بنديزونو د لغوه کولو په اړه وويل چې امريکا پر سم لوري روانه ده او دغه کړنه يې يو مثبت ګام دی. هغه زیاته کړه چي د چين حکومت به د خپلو تصديو د حقه حقونو ټينګې ساتنې ته ادامه ور کړي.
د خبر له مخې د امريکا د سوداګرۍ وزارت د جون پر ۲۱مه نېټه ويلي چې دوی به پر ويچټ او ټيکټاک هغه بنديزونه لغوه کړي چې تېر کال يې لګولي وو. (غاټول)