د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د جون پر ۲۳مه د يو کمربند او يوې لارې په نوم د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړيوالو همکاريو په هکله د لوړې کچې ويډيويي غونډې ته ليکلی پيغام وليږه.
هغه وويل، ما د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وکړ، چې هدف یې د ورېښمو لارې روحیه پرمخ وړل، د پرانيستې همکارۍ ډګر جوړول، او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ او پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابرول دي.
ده زیاته کړه، چې په تېرو اتو کلونو کې، څه د پاسه ۱۴۰هېوادونو له چین سره د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای لانژدې همکاريزې اړيکې ټینګې کړي، د یووالي، همکارۍ او ګډ پرمختګ لاره تعقیب کړياو په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ودانولو ته وده ورکړي.