په چين کې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو څه باندې ۱۰۰ ډيپلوماتانو د جون پر ۲۴مه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه د دغه هېواد د کمونېست ګوند د تاريخ له نندارتون څخه ليدنه وکړه.
وانګ يي له دغو ډيپلوماتانو سره د خبرو پرمهال وويل، چې د چين په هکله تر هر څه نه مخکې د دغه هېواد د کمونېست ګوند په اړه معلومات پکار دي.
ده زیاته کړه، چې کتونکي په دغه نندارتون کې د یاد ګوند د سل کلن تاريخ په اړه معلومات ترلاسه کولی شي او د هغې پوښتنې ځواب هم پيدا کولی شي، چې چينايان ولې کمونېست ګوند انتخابوي.
ډيپلوماتانو څرګنده کړه، چې د چین د کمونېست ګوند د حکومتولۍ او واکمنۍ نظريې او تجربې د زده کړې وړ دي.