د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ عالي رتبه ويډيويي غونډه ترسره شوه
cri2021-06-24 14:37:14
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون پر ۲۳مه د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړيوالې همکارۍ د عالي رتبه ويډيويي غونډې  مشري وکړه.

دغه ويډيويي غونډه ((د کرونا وبا ضد مبارزه کې د همکاریو پياوړتيا او د اقتصادي احيا هڅونې)) تر عنوان لاندې ترسره شوه. د ۲۹ هېوادونو مشرانو او د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي Armida Alisjahbana  ارميدا علي شاهبنا په شمول د نړيوالو سازمانونو استازو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

وزير وانګ يي لومړی دغې غونډې ته د رئيس شي جين پينګ پيغام ولوست. هغه په خپله وينا کې وويل، له ۸ کلونو راهيسې، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز بېلا بېلو هېوادونو ته د پرمختګ او ګټو ستر فرصت  برابر کړی دی. ده زیاته کړه، چې تر اوسه پورې ۱۴۰ هېوادونو له چين سره اړوند همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي، چې د چين او دغو هېوادونو ترمنځ عمومي سوداګريز ارزښت نهه زره دوه سوه ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چين مستقيمې پانګونې له يو سلو دېرشو ميلياډو ډالرو څخه اوښتي  دي.

 ويل کېږي، چې يو کمربند او يوه لاره په نړۍ کې تر ټولو پراخ او لوی همکاريز ډګر ګرځېدلی دی. وانګ يي د کرونا ضد واکسين د نړيوالې همکارۍ د ژورتيا، د لاسرسي همکارۍ او د زرغون پرمختګ همکارۍ د هڅونې او د سيمه ييزې او  ټولې نړۍ د ازادې سوداګرۍ د پرمخ بېولو په اړه څلور پېشنهادونه وړاندې کړل.

 هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه د پرمختګ او همکارۍ ډګر دی، خو بايد د سياسي موخې لپاره د دسيسې  میدان و نه ګرځي. چين غواړي د دې سيمې له بېلا بېلو هېوادونو سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې جوړونه پرمخ بوزي، د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې لپاره اغېزمنه لايحه وړاندې کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره د اسيا او ارام سمندر سيمې باور ترلاسه کړي.

په دغه ويډيويي غونډه کې ګډونوالو دا څرګنده کړه، چې يووالی او همکارۍ د کرونا وبا ضد مبارزې د برياليتوب کليدي چارې دي. واکسين بايد په  ټوله نړۍ کې د عامو توليداتو په توګه ووېشل شي. بېلا بېلو خواوو وغوښتل، چې د زرغون پرمختګ او د اقتصاد احيا د عملي کېدو لپاره بايد د يو کمربند او يوې لارې جوړونه پراخه شي.

د دې ويډيويي غونډې په ترڅ کې د چين، افغانستان، پاکستان، بنګلادېش، سينګاپور، سعودي عربستان او نيپال په شمول ۲۹ هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د کرونا ضد واکسين د همکاريزو اړيکو او د زرغون پرمختګ د همکاريزو روابطو  د ټينګېدو په هکله وړانديزونه وکړل.

د کرونا ضد واکسین د همکاريزو اړيکو په وړانديز کې د ورخلاصون او مساواتود نړيوالې همکارۍ  غوښتنه شوې  او په ډاګه شوي، چې د واکسين د څار د تګلارو تبادلې، د واکسين ګډه څېړنه او د اړوندو تکنالوژیو تبادلې بايد پياوړې  او  بېلابېلو هېوادونو ته پخپله د واکسين انتخابولو د حقونو  درناوی  وشي.

د زرغون پرمختګ د همکاريزو اړيکو په وړانديز کې پر دې  ټینګار شوی، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د مساواتو، ګډ او توپير لرونکي  مسئوليت پر اصولو د خپلو حالاتو سره سم د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره اړوند تدبيرونه ونيسي. بېلا بېلو خواوو غوښتنه کړې، چې بايد د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ موخو   ته د رسېدلو لپاره کوښښونه ترسره کړي.

يادو هېوادونو او خواوو په دغو دواړو وړانديزونو کې د لا زياتو هېوادونو او همکارانو د ګډون هر کلی وکړ. (هيله)