د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون پر ۲۴مه ((د بشري حقونو د درناوي او ساتنې لپاره د دغه هېواد د کمونېست ګوند سترې هڅې)) سپين کتاب خپور کړ.
په دغه سپين کتاب کې راغلي، چې ۲۰۲۱ کال د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰ مه کليزه ده. دغه ګوند په تېرو سلو کلونو کې خلکو ته لومړيتوب ورکړی او له خپلو واقعي حالاتو سره سم يې د بشري حقونو د پرمختګ لپاره مساعده لاره موندلې ده.
په دغه سپين کتاب کې زیاته شوې، چې د چین کمونېست ګوند په تېرو سلو کلونو کې د سوله ييز پرمختګ ، د نړيوال ګډ پرمختګ او نړيوالې سولې پر ساتلو ټينګار کړی او له بېلابېلو هېوادونو سره به د بشري حقونو د نوي پرمختګ لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.