ولې د چين کمونېست ګوند د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟
CRI2021-06-25 14:22:22
شريکول:

سپين کتاب ((بشري حقونو ته د درناوي او تاضمين په برخه کې د چين د کمونېست ګوند عملي کار)) د جون په ۲۴مه په رسمي توګه خپور شوی. نوموړی کتاب نړيوالو ته په دې اړه معلومات ورکوي، چې په تېرو سلو کلونو کې د چين کمونېست ګوند د هېواد د بشري حقونو د پرمختګ لپاره نه ستومانه کېدوکي کوښښونه کړي او د واکمن ګوند په توګه د دغه هېواد د بشري حقونو د  دوامداره پرمختګ اصلي تضمينوونکی دی.

په نوموړي سپين کتاب کې راغلي، چې د چينايانو د نېکمرغه ژوند او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره هڅه کول د چين کمونېست ګوند د غړو لومړنۍ موخه او دنده ده او هم د بشري حقونو په اړه د دغه ګوند د نظريو بنسټ دی.

د چين د کمونېست ګوند له جوړېدو راهيسې دغه ګوند پر دې ټينګار کړی، چې خلکو ته دې لومړيتوب ورکړل شي، د بشري حقونو عمومي اصول بايد د هېواد له مشخص وضعيت سره سمون ولري، د خلکو نېکمرغه ژوند تر ټولو لوړ بشري حق دی او د بشر د هراړخيز پرمختګ لپاره دې هڅې وشي. دغه ګوند د خلکو د لاسته راوړنو، نېکمرغۍ او خونديتوب احساس پياوړی کړی او په  بریالي ډول یې د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې د چين ځانګړتيا لرونکې لاره پيدا کړې ده.

په نړۍ کې د چين د کمونېست ګوند په شان واکمن ګوندونه زيات نه دي کوم چې د حکومتولۍ په چارو کې د بشري حقونو ساتنې او پرمختګ ته مخکښ ځای ورکړی  وي. ((بشري حقونو ته درناوی او د شبري حقونو ضمانت )) نه يوازې د چين کمونېست ګوند په اساسنامه کې ليکل شوی، بلکې د دغه هېواد په اساسي قانون کې شامل شوی او د هېواد د ادارې يو مهم اصل ګرځېدلی دی. د بشري حقونو چارو پرمختګ د چين د پرمختګ د بېلا بېلو پړاوونو په ستراتيژيو او پلانونو کې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ مهم هدف دی او په دې برخ کې ډېر پرمختګونه تر لاسه شوي دي.

په چين کې هر وګړی د بشري حقونو پرمختګ احساسولی شي. د خلکو د عايداتو زياتوالی، د هېواد په سياسي او ديموکراتيکو چارو کې د خلکو پراخ ګډون، د سمندر په ساحلي برخه کې د پرمختللو سيمو او د مملکت دننې برخې ترمنځ همغږي او پرمختګ او د ملي لږکيو سيمو سمسورتيا ښيي، چې چين د بشري حقونو په برخه کې ډېر پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

د بېلګې په توګه، له ۲۰۱۲ کال څخه د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې په چين کې هغه ۹۸ میليونه او ۹۹۰ زره کليوال، چې د روان معيار له مخې بېوزله کسان پېژندل  شوي، له بېوزلۍ څخه وتلي دي. دغه راز چين له ټاکلي وخت لس کاله  وړاندې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا په اړه د بېوزلۍ د له منځه وړلو هدف ته رسېدلی او د نړۍ د بېوزلۍ په کمولو کې د چين ونډه له اويا سلنې لوړه ده.

د چين کمونېست ګوند د کرونا وبا ضد مبارزه کې د خلکو ژوند ته پر لومړيتوب ټينګار کړی، د نوي چين له جوړېدو راهيسې يې تر ټولو لوی طبي مرستندويه عمليات تر سره کړي او د هر ناروغ د ژوند د ژغورلو لپاره يې هڅې کړي دي، چې له امله يې د خلکو د ژوند او روغتيا حقونه تأمين کړي  دي.

د بشري حقونو په چارو کې د چين کړنو د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه کړي دي. د جنوبي افريقا د کمونېست ګوند عمومي منشي بلادي نزيماندي ويلي دي، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو د اصلي ګټو ساتنې ته ځکه په درنه سترګه ګوري، چې هغوی د خلکو د علاقې وړ مسئلې حل کړي، د خلکو ملاتړ يې تر لاسه کړی، د هېواد چټک پرمختګ يې رامنځته کړی  او کولای شي د چیني ملت رهبري وکړي.

په ياد سپين کتاب کې راغلي، چې چين د بشري حقونو په خبرو اترو او تګ راتګ کې فعال ګډون کړی او د بشري حقونو نړيوالو میثاقونو او سندونو ته يې منظوري ورکړې، نورو پرمختيايي هېوادونو ته يې بې له هيڅ سياسي شرط پرته مرستې ورکړې، د کرونا وبا ضد نړيوالې همکارۍ يې هڅولې او د انسانانو د روغتيا ټولنې د ابادۍ لپاره يې ډېرې هڅې کړې او دغه راز  د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې يې له نورو هېوادونو سره د پرمختګ فرصتونه شريک کړي او داسې نور.

د خبرو په پرتله، حقيقت د اعتبار وړ دی. د چين د بدنامولو لپاره د چين ضد لويديځو کړيو د هڅو پر وړاندې، د بشري حقونو په برخه کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه تر ټولو ځواکمن ځوابي حمله ده.

د چين کمونېست ګوند له تېرو سلو کلونو راهيسې د بشري حقونو د پرمختګ  داسې لاره پيدا کړې، چې د چين له ملي وضعيت سره سمون لري. دا ښيي چې هلته د بشري حقونو په اړه تعريف د لويديځ تر انحصار لاندې نه دی. بشري حقونو ته درناوی او د بشري حقونو تضمين او پرمختګ بايد د هر هېواد د مشخص حالت له مخې د مناسبې لارې د پيدا کولو له لارې رامنځته شي.