د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين پلاوي مختار وزير جيانګ دوان د جون پر ۲۳مه د م.م د بشري حقوقو شورا په ۴۷مه غونډه کې وويل، چې چين د کډوالو د حقوقو په اړه د امريکا، اروپايي ټولنې، بريتانيا، استراليا او کاناډا د تېری کولو په اړه ډېره اندېښنه څرګندوي.
نوموړي وويل، اړوند هېوادونه کډوال په بدو شرايط لرونکو مرکزونو کې بندوي، چې د خوراک، اوبو او طبي درملو له کموالي سره مخامخ دي، چې له امله یې ګڼ شمېر کډوال مړه شوي دي.
ده زیاته کړه، چې د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې ياد مرکزونه ډېر ځپل شوي. د مثال په توګه، امريکا په زور زياتي سره د کډوالو ماشومان له خپلو پلرونو او ميندو څخه ګوښه کړي، ځینو هېوادونو په بهر کې جوړ شويو مرکزونو کې کډوال ځورولي او ځينو هېوادونو د کډوالو مرکزونه شخصي ارګانونو ته سپارلي کړي دي، چې هلته هم د ځورولو او زورزياتی پېښې تکرار شوې دي.