مطبوعاتي ازادي يوازې د لوېديځې نړۍ د ځينو سياستوالو پلمه ده
CRI2021-06-25 16:52:19
شريکول:

وروسته له دې ، چې په هانکانګ کې د اپيل ډيلي ورځپاڼه او مطبوعاتي ويبسايټ پخپله بند شوی، د امريکا او بريتانيا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو او سياستوالو پر چين تور ولګاوه، چې پر مطبوعاتي ازادۍ يې بريد کړی دی.

 دا بې اساسه خبره ده او په هانکانګ کې د يادې ورځپاڼې مسئله له مطبوعاتي ازادۍ سره هیڅ اړیکه نه لري، خو په هانکانګ کې د چين دولتي امنيت ساتونکي قانون پر خلافه چاره ده.

د امريکا او لوېديځو هېوادونو ځينو سياستوالو د  مطبوعاتو ازادۍ د ملاتړ په نوم د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه کړې، چې د نړیوال قانون او نړيوالو اړيکو د اساسي اصولو پر خلاف کار دی.

د هانکانګ خلکو په شمول ټول چينايان په دې اړه کلک مخالفت څرګندوي.

که د اپيل ډيلي ورځپاڼې د اړوندو کارکوونکو کړنې په امريکا او لوېديځو هېوادونو کې پېښې شي، نو  په دغه هېوادونو کې به ستونزې څنګه حل شي؟

 سږکال په جنورۍ  کې د امريکا په کاپيتول هيل کې له تاوجنې پېښې وروسته، د زورزياتی د راپاڅولو له امله د امريکا هغه وخت د ولسمشر بيان ازادي په ډېرو ټولنيزو رسنيو کې بنده شوه. تېر کال په امريکا کې په یو لوي لاريون کې رسنيز کارکوونکي د پوليس لخوا بريد يا توقف شوي. پر ۲۲مې امريکايي حکومت له بنديز سره د سرغړونې په پلمه څه باندې ۳۰ ایراني خبري ويبسايټونه بند  کړې . بريتانيا همداسې دی. ځکه چې RT تليويزيون د نړيوالو خبرونو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو له عمومي رسنيو سره مخالف نظر لري، بريتانيا څو څو ځلې سزا  ورکړې ، حتی په بريتانيا کې د دې تليويزيون ټول د بانک اکونټونه يې هم بند کړي دي