د چين ملي دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د جون پر ۲۴ مه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين دې ته پاملرنه لري، چې د امريکا په شمول ځينو هېوادونو په وروستيو وختونو کې څو څو ځلې اعلان کړی، چې چين یو ګواښ دی او د سمندرپه اړه مسئلو کې یې په قصدي توګه پر چين تور لګولی دی.
د ده په وینا، چين له دې سره کلک مخالفت څرګندوي او اړوند هېوادونه بايد د چين او چيني پوځ پرمختګونو ته په عيني سترګه وګوري.
نوموړي وويل، په نړۍ کې يوازې يو سيستم او يو نظم وجود لري، چې د م.م په تمرکز نړيوال سيستم او د نړيوال قانون په بنسټ نړيوال نظم دی.
ده زیاته کړه، چې چين تل د نړۍ سوله غوښتونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی دی او د چين پوځ تل د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره عادلانه ځواک دی.