چین د شينجيانګ په اړه د امريکا له درواغو سره کلک مخالفت کوي
CRI2021-06-26 11:16:24
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې امريکا په شينجيانګ کې د تش اجباري کار د شته والي په پلمه پر چيني تصديو بنديزونه لګولي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ په دې اړه د جون پر ۲۵مه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا د دروغ او جعلي معلوماتو پر بنسټ پر چيني تصديو بنديزونه لګولي، چين له دې سره کلک مخالفت کوي.

نوموړي وويل، امريکا حقيقت په نظر کې نه نيسي، په قصدي توګه عادي سوداګريزې همکارۍ سياسي کوي، د توليد او عرضې په ځنځير او همکاريو کې خنډونه اچوي او په خپل سر پر چيني تصديو بندیزونه لګوي، څو د چين د پرمختګ مخه ونيسي. هغه زیاته کړه، امريکا د شينجيانګ له خلکو سره هيڅ علاقه نه لري، ريښتنې موخه يې دا ده چې په شينجيانګ کې تاوتريخوالی جوړ کړي او د دغه ځای د خلګو لپاره د پرمختګ لاري بندي کړي. نوموړي زياته کړه، چين به ضروري تدبيرونه ونيسي څو د چيني تصديو قانوني حقوق خوندي وساتي.