چين د ډیموکراسۍ په نوم د هېوادونو په کورنیو چارو کې پوځي مداخلې وغندلې
CRI2021-06-26 12:30:44
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د سويس په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چيني پلاوي وزير مختار جيانګ دوان پر ځايي وخت د جون پر ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې د ورته نظريو لرونکو هېوادونو په استازيتوب ګډه وينا وکړه او د ځينو هېوادونو د پوځي لاسوهنې کړنې يې وغندلې.

جيانګ دوان په ګډه وينا کې هغو کړنو ته پاملرنه څرګنده کړې، چې ځينو هېوادونو د ديموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې پوځي عمليات تر سره کړي. نوموړي دغه کړنې د م.م له منشور څخه څرګنده سرغړونه وبلله او زیاته يې کړه چي دغسي کارونو د اړوندو هېوادونو ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او د نړۍ سولې او امنيت ته زيانونه رسولي دي. هغه همدا راز وویل چي پوځي لاسوهنو د ګڼ شمېر عامو خلکو د مرګ ژوبلې او بې کورۍ سبب شوی، د ځپلو هېوادونو اقتصاد او ټولنې ته يې سخته زيانونه رسولي او د کډوالو بحران او سيمه ييزې ناآرامۍ او ګډوډۍ يې رامنځ ته کړې.

نوموړي په دغه ګډه وينا کې له اړوندو هېوادونو څخه وغوښتل چې سمدلاسه دې د پوځي لاسوهنې له کړنو څخه لاس واخلي، ځپلو هېوادونو او د دغو هېوادونو خلکو ته دې تاوانونه ورکړي، د هغو پېښو په اړه دې هراړخيزې او عادلانه پلټنې تر سره کړي چې سرتيري يې په بهرنيو هېواودونو کې د عامو وګړو د وژلو او ځورولو کړنې او پر بشري حقونو تيری کوونکې کړنې کوې او دغو کسانو ته دې قانوني سزا ورکړل شي.