د چین نوي ګوندي نظام "نوی والی" په څه کي دی؟
cri2021-06-26 15:08:07
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په درشل کې د چين حکومت ((د چين نوی ګوندي نظام)) سپين کتاب خپور کړ چې د چین د ګوندي نظام او سیاسي سیسټم د هراړخیز پوهاوي لپاره بهرنۍ نړۍ ته یوه کړکۍ پرانستې ده.

په لوېدیځو هیوادونو کې عموما د څو اړخیز ګوندي نظام تمرین کیږي، چین د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او سياسي مشورې نظم پلي کوي. دغه نوی ګوندي نظام د چیني ملت د غوره دودیز کلتور پر بنسټ جوړ شوی او د دغه هېواد د تاریخ، کلتوري دودونو او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ محصول دی. د چین نوموړی ګوندي نظام د يو بنسټیز سیاسي نظام په توګه د دغه هېواد په اساسي قانون کې لیکل شوی دی.

د بريتانيا د کیمبرج پوهنتون لوړپوړی څیړونکي مارتین جاکس په یوه مقاله کې د چین د سیاسي ګوندي نظام په اړه خپل نظریات څرګند کړې، هغه ليکلي: "د لوېدیځو هېوادونو اوږد مهاله نظريه دا ده چې څواړخيز ګوندي نظام د ډیموکراسۍ غوره والی دی کوم چې کولای شي د ګوندونو د رکود مخه ونیسي. په حقیقت کې، د چین کمونېست ګوند ځان ته د ژوندي او ځوان ساتلو اغېزمنه لاره موندلې، په داسې حال کې چې د لوېديځو هېوادونو ګوندونه په زیاتیدونکي ډول له خلکو بې ځایه کوي."

په دې وروستي کلونو کې، په اروپايي او امریکایي هېوادونو کې د "ګوندونو ترمنځ سيالي او مبارزه" او "د سیاسي قطبي کیدو وضعيت" د سختېدو په حال کې دی او د مارتین جاکس په څیر نور ډیر لوېديځ څېړونکي په عقلي توګه د چین د ګوندي نظام ځانګړتیاوې او وړتياوې تجزیه کوي.

د چین نوی ګوندي نظام "نوښت" چیرته دی؟ لومړی، د مختلفو ګوندونو ترمنځ ځانګړي اړیکې دي. د چین په نوي ګوندي نظام کې د چین کمونېست ګوند، ۸ دیموکراتیک ګوندونه او غیر ګوندي شخصيتونه شامل دي. د چین کمونېست ګوند مخکښ او واکمن مقام لري او بېلا بېل دیموکراتيک ګوندونه د نوموړي ګوند تر مشرۍ لاندې د هېواد د اداې په چارو کې کې برخه اخلي.

 د ۷۰ کلونو تر پرمختګ وروسته، د چین نوی ګوندي نظام د دغه هېواد په سیاسي او ټولنیز ژوند کې ځانګړې غوره والی او قوي ځواک ښودلی چې په موثره توګه د ملي حکومتوالۍ سیستم او د حکومتوالۍ توان عصري کېدو ته يې وده ورکړی او په نړۍ کې د ګوندونو د سیاسي چارو د پرمختګ لپاره یې ګټور پلان وړاندې کړی. دا هم ښیي چې په نړۍ کې هیڅ ګوندي نظام شتون نه لري چې د ټولو هېوادونو له وضعيت سره سمون لري. ښه او مناسب ګوندي نظام هغه دی کوم چې د هېواد له ملي شرایطو سره مطابقت ولري او د حکومتوالۍ اغیزمنتیا منعکس کوي.