وانګ يي: د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي همکارۍ مناسبه لاره ده
CRI2021-06-26 12:37:59
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون پر ۲۵مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د نوي چين د حقوقي څوکۍ د بيا اعادې د پنځوسمې کليزې په مناسبت د آسماني تالار په فورم کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يي په خپله وينا کې وويل، چې د م.م په مرکزيت د نړيوال سيستم ساتنه او د م.م منشور د موخې او اصولو پر بنسټ د نړيوالو اړيکو د مقرراتو ساتنه د بېلا بېلو هېوادونو د يووالي او همکارۍ مناسبه لاره ده. د م م په صحنه کې د ګډې نظريو راغونډول او له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې د بېلا بېلو هېوادونو مناسب انتخاب دی او د زمانې له جريان سره سمون لري.

نوموړي وويل، چين هيله لري چې له نورو هېوادونو سره د نړۍ د دايمي سولې، خونديتوب او ګډ پرمختګ او سمسورتيا، د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د تګ راتګ او د تجربو د تبادلې د پياوړتيا، د انسانانو او طبيعت د ګډ برخليک ټولنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.