اوکراين د چين ضد ګډې اعلاميې څخه وتلی دی
CRI2021-06-27 11:10:00
شريکول:

د سينهوا اژانس خبر ليکي چې، د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت د جون د ۲۴مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دغه هېواد له چين سره ستراتيژيکو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د جون پر ۲۵مه نېټه يې اعلان وکړ چې د شينجيانګ د بشري حقونو حالت په اړه د ځينو لويديځو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې يې خپل لاسليک منحل کړی.

د جون پر ۲۵مه نېټه په ژنيو کې د اوکراين پلاوي پر رسمي ويبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کې راغلي، اوکراين د شينجيانګ د بشري حقونو حالت په اړه د هغې ګډې اعلاميې له لاسليک څخه وتلی دی چې د جون په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې خپره شوې وه.

د جون پر ۲۴مه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر خپلې ويبپاڼې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر دې ټينګار وکړ، چې دغه هېواد له چين سره ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او غواړي چې په پر له پسې توګه د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا په چارو کې د متقابل درناوي پر اصل ټينګار وکړي او د خپلمنځي اړيکو د دوامداره پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.