جاپان بايد سمندر ته د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو ايله کولو پرېکړه بېرته واخلي
CRI2021-06-27 17:17:25
شريکول:

د جاپان استازي د جون پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون د لاسليک کوونکو هېوادونو په ۳۱مه غونډه کې وويل، سمندر ته د پروسس شوو اټومي ککړو اوبو ايستل منفي اغېزې نه لري، جاپان د دغه کار د معلوماتو په برخه کې پرانيستی او شفاف دی او اړوندې کړنې يې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ له خوا منل شوې دي.

حقيقت څه دی؟ نړيواله ټولنه په دې پوهيږي چې د جاپان په فوکوشيما اټومي برېښناکوټ کې تر ټولو سخته اټومي پېښه رامنځته شوې او په دغو ککړو اوبو کې ګڼ شمېر راډيواکټيف او زهرجن اټومي توکي شامل دي، کوم چې د عادي اټومي بريښناکوټ له ايستلو اوبو سره بيخی توپير لري. په نړۍ کې سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د ايستلو بېلګه نه ده رامنځ ته شوې او جاپان په دې برخه کې هيڅ تجربه نه لري.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ هيڅ کله سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د ايستلو په اړه د جاپان پريکړه نه مني. اوس دغه اېجنسي د اړوند تخنيک د يوې څېړنيزې ډلې د جوړولو په هڅه کې ده او د دې خبر پخلی يې کړی چې دغه ډله به د چين او کوريا جمهوريت کارپوهانو ته بلنه ورکړي.

د فوکوشيما اټومي بريښناکوټ د ککړو اټومي اوبو مسئله د جاپان کورنی کار نه دی. د جرمني د بحري علومو څېړنيز انستېتيوټ د  پلټنې له مخې، که له نوموړي ځای څخه سمندر ته ککړې اټومي اوبه وايستل شي، دغه زهرجنې اوبه به په لسو کلونو کې د ګردې نړۍ بحري سيمې ککړې کړي چې دا به د نړۍ سمندري چاپيريال، د خوراکي موادو خونديتوب او د انسانانو روغتيا ته نه جبران کيدونکي زيانونه و رسوي.

جاپان بايد د نړۍ منلي حقيقت ته درناوي وکړي او سم له لاسه دې خپله ناوړه پريکړه لغوه کړي.