چين د اوکراين د پريکړی هرکلی کړی
CRI2021-06-27 11:45:06
شريکول:

اوکراين د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په ۴۷مه غونډه کې د چين ضد له ګډې اعلاميې څخه وتلی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جون پر ۲۶مه په دې اړه وويل، په ياده غونډه کې څه باندې ۹۰ هېوادونو عادلانه غږونه کړي او له چين څخه يې ملاتړ کړی دی. د ځينو لوېديځو هېوادونو هغه بدنيت او هڅې چې غواړي د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ مسئلو په پلمه پر چين  بې بنسټه تورونو ولګوي، دوباره ناکامې شوي دي. اوکراين په ۴۷مه غونډه کې د چين ضد ګدې اعلاميې څخه وتلی او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د چين په کورنيو چارو کې به لاسوهنه و نه کړي. د اوکراين يادې پرېکړې د خپلواکۍ، ازادۍ او حقيقت ته د ناروي روحيې څرګندې کړې او  دغه پريکړه د م.م له منشور او د نړيوالو اړيکو له اساسي اصولو سره سمون لري. چين د دې پرېکړې هرکلی کوي.