ستاندارد اند پورس وړاندوينه: سږ کال به د چين جي ډي پي ۸.۳ فيصده زياته شي
CRI2021-06-27 13:44:44
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ارزونې نړيوال ارګان ستاندارد اند پورس (Standard & Poor's) د جون پر ۲۵مه وويل، ځکه چې چين په بريالۍ توګه کرونا وبا کنټرول کړې او په چټکۍ سره يې د واکسين تطبيق کار پيل کړی، نو دغه ارګان وړاندوينه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې به د چين  د کورنيو توليداتو ارزښت  يعنې جي ډي پي ۸ عشاريه ۳ فصده زيات شي.

ياد ارګان مخکې په خپل ويبسايټ کې اشاره کړې، چې په اسيا او ارام سمندر کې د ځينو سخته وبا ځپلو هېوادونو په پرتله، په چين او ځينو نورو آسيايي پرمختللي هېوادونو کې  د اقتصادي احيا تمايل څرګند دی . د پرجون خرڅلاو او مخابراتو په شمول ځيني صنعتونه به په سږ کال پوره اعاده شي، خو فضانوردۍ او داسې نور صنعتونه به نور اوږد مهال ته اړتيا لري.

د چين د شمېرنې ادارې د معلومات له مخې، د سږ کال په لومړی فصل کې د چين جي ډي پي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ عشاريه ۳ فيصده زيات شوی.