د امريکا پخوانی پوليس ډيريک شوين پر بند محکوم شو
cri2021-06-28 15:16:08
شريکول:

محکمې د افريقايي الاصله امريکايي جارج فلوایډ په وژنه کې د دې ښار پخوانی پولیس ډيريک شوين مجرم وپېژنده او پر ۲۲.۵ کاله بند يې محکوم کړی دی.

ډيريک شوين د خپلې دندې پر مهال د جارج فلوايډ پر غاړه ګونډه ايښې وه، چې له امله يې هغه ووژل شو.

په امريکا کې د پوليسو لخوا د نورو پر بشري حقونو د تېري کړنو له امله ډېرو ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې، خو ډېر کم ليدل کيږي، چې د دې هيواد محکمه سپين پوستو ته سزا ورکړي او پر بند یې محکوم کړي.

د امريکا خبري رسنيو ويلي، چې په دغه قضيه کې ډيريک شوين په 22.5 کاله بند محکوم شوی او دا د امريکا د پوليسو په تاريخ کې یوه ستر اهميت لرونکې پېښه بلل کېږي. خو ډېر امريکايان مخالف نظر هم لري، دوی په دې اند دي، چې د محکمې ياده پرېکړه عادلانه نه ده او ډيريک شوين تر اوسه د جارج فلوايډ د کورنۍ له غړو څخه بخښنه نه ده غوښتلې. برسيره پر دې، په امريکا کې د لږکيو ضد نژادي تبعيض د دې قضيې له امله بدلون نشي موندلی.

د فلوايډ د د قضيې وکيل وايي، چې کله د امريکې لږکي دې ته انديښمن نه شي، چې د سپين پوستو له ظلم او جبر او ننګونو سره مخ دي، نو هله به په دغه هېواد کې رښتينی عدالت رامنځته شي. له دې څخه ښکاري، چې په امريکا کې د لږکيو بشري حقونه تر پښو لاندې دي.

د امريکايي رسنيو د خبرونو له مخې، د جارج فلوايډ ورور فلونيس په تېر کال کې ډېر خپه و، ځکه د شوين د محاکمې په هره ورځ يې سات په سات د خپل ورور د وژل کېدو حالت له نږدې څارل او په دې اند دی، چې په امريکا کې تېر کال د پوليسو د زورزياتي کړنې او لږکيو سره نژادي تبعيض ډېر زيات و او کم شوی نه دی. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هېواد کې ۱۱۲۶ تنه د پوليسو لخوا وژل شوي، چې ۲۸ سلنه پکې افريقايي الاصله امريکايان وو. پر بند د شوين محکميدو يوه ورځ مخکې، په ميناپوليس ايالت کې د پوليسو د زورزياتي کړنو لا هم دوام درلود.

په تېر يو کال کې د فلوايډ په نوم د پوليسو سيستم د اصلاحي مسودې هېڅ پرمختګ نه دی کړی. واشنګټن پوسټ څو ورځې مخکې ((د پوليسو د سيستم اصلاحات لسګونو کلونو ته اړتيا لري او هرومرو به د پيل ټکي ته را وګرځي) تر عنوان لاندې يوه اوږده ليکنه خپره کړې ده. په دغه ليکنه کې راغلي، چې د پوليسو لخوا د لږکيو تبعيض او د زورزياتي کړنو سرچينې د پوليسو سيستم په دننه کې دود شوې دي او يو فرهنګ ګرځيدلی دی، که د پوليسو دننه پوره اصلاحات ترسره نه شي، نو د اصلاحاتو هره تګلاره به ناکامه وي.

 په نننۍ امريکا کې د سپين پوستو د درناوي نظر کلک بنسټ لري، په عين وخت کې ځينو سياستوالو اړوندې لمسونکې کړنې غوره کړي، نو په دغه هيواد کې د لږکيو نژادي تبعيض په هراړخيزه، سيستماتيکه او دوامداره توګه موجود دی. له دې امله په امريکا کې د شتمنۍ ويشلو، روغتيا، روزګار، ښوونې او سياست په برخو کې د لږکيو بشري حقونه نه ساتل کېږي او حتی تر پښو لاندې کيږي.

د کنايې وړ خبر دا دی، چې د امريکا ځينو سياستوالو په خپل هېواد کې پر بشري حقونو سترګې پټې کړي، خو پر نورو هېوادونو هميشه نيوکې کوي.

د ډيريک شوين په محکوم کېدو سره په امريکا کې د بشري حقونو سخت حالت نه بدليږي.  امريکې د لږکيو پر بشري حقونو له تېري نه پرته، په افغانستان، عراق او سوريې کې جګړې پيل کړي، چې له امله يې څو لکه تنه مړه شوي او نږدې لس ميليونه خلک بې کوره شوي دي.

 ويل کېږي، چې پر بشري حقونو د امريکا د تيري عملونه ډېر زيات دي او نړيوالې ټولنې ته هيڅ د منلو نه دي.