د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جون په ۲۵مه نېټه د دغه ګوند د انقلابي تاريخ په اړه د سرچينو د انکشاف او د انقلابي روحيې د ساتلو او خپرولو تر عنوان لاندې ۳۱م ځل ګروپي زده کړې تر سره کړې.
دغه زده کړې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ او د ليدنې او بحثونو له لارې تر سره شوې. ګډونوالو د بېجينګ په جونګ نان های ناحيه کې د فقيد رئيس ماو ځه دونګ له پخواني استوګنځي او په بېجينګ پوهنتون کې د نوموړي ګوند د تاريخ له نندارتون څخه ليدنې وکړې.