د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې چې اوس مهال روانه ده، څو هېوادونو په پر له پسې توګه د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ په مسئلو کې له چين څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د چين په کورنيو چارو کې له بهرنۍ مداخلې سره يې مخالفت وکړ.
د کرينادا او بيلاروس استازيو په ياده غونډه کې له چين څخه د ملاتړ په پار ګډه وينا وکړه او تر اوسه ۶۶ هېوادونو خپله موافقه ور سره ښودلې ده.
د ماداګاسکار استازي يادې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې د خلکو د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو د تامينولو په موخه د چيني حکومت د شويو کوښښونو ستاينه وکړه.
د چاد استازي د خپلې وينا پر وخت په هانکانګ کې د چيني حکومت لخوا د يو هېواد او دوو نظامونو له پلې کېدو څخه پلوي وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د بشري حقونو د اړوندو مسئلو د حل لپاره بايد عدالت وساتل شي، د مختلفو هېوادونو د ملي حاکميت درناوی وکړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې بايد لاسوهنه و نه شي.
( سپوږمۍ)