شي جين پينګ له پوتين سره ويډيويي خبرې وکړې
cri2021-06-29 10:15:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره ويډيويي خبرې وکړې. دواړو مشرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د  دوستانه همکاريو تړون د باور موده به وغځوي. 

شي جين پينګ وويل، د چين او روسيې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې سږ کال له ډول ډول ننګونو او خطرونو څخه وتلي او تل د پياوړي پرمختګ په حال کې پاتې شوي دي. دواړو خواوو د پاملرنې وړ ګټو په اړه متقابل ملاتړ کړی او ګډې ګټې يې ساتلې دي.

ولادمير پوتين د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت رئيس شي جين پيڼګ ته مبارکي وويله. هغه په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې د روسيې او چين د ښه ګاونډيتوب همکاريز تړون څخه د دواړو هېوادونو د خلکو د دايمي دوستۍ د ساتلو هيله ښکاري. روسيه له چين سره د اوسنيو همکاريزو اړيکو په هکله خوشحاله ده او غواړي له چين سره ستراتيژي باور او همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږی ورسره ژوره کړي څو چې په نوې زمانه کې د دواړو خواوو هراړخيزې همکاريزې اړيکې نورې هم ټينګې شي. (هيله)