الاهرام ورځپاڼه له تېرو سلو کلونو راهيسې د چين د پرمختګ او بدلون خبرونه خپروي
CRI2021-06-29 15:06:08
شريکول:

د چين کمونېست ګوند سل کلن شو، دغه ګوند په ۱۹۲۱م کال کې جوړ شوی، چې په روان ۲۰۲۱م کال کې يې سل کاله پوره کيږي. د بېلا بېلو هېوادونو خبري رسنيو په تېرو سلو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند او د دغه هېواد د پرمختګ په اړه خبرونه خپاره کړي دي.

د مصر الاهرام ورځپاڼه په لومړي ځل په ۱۸۷۵م کال کې خپره شوې او د مطبوعاتو په برخه کې په منځني ختيځ کې اوږد تاريخ لري. د دغې ورځپاڼې د عمومي اېډيټر مرستيال طارق يلسونوتي د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د مصر خبري رسنۍ د چين پرمختګ او نورو چارو ته ډېره زياته پاملرنه کوي او د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې د چین کمونېست ګوند د حکومتوالۍ او واکمنۍ نظريو او تجربو ټولې نړۍ ته ګټې رسولې دي.

ښاغلي طارق يلسونوتي له ۲۰۱۵م کال راهيسې د مصر د الاهرام ورځپاڼې د عمومي اېډيټر د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي. هغه د چين او مصر د سل کلنو اړيکو په اړوند د مهمو تاريخي پيښو په هکله د دغې ورځپاڼې خبرونه لوستلي او د دغې ورځپاڼې په شمول د مصر ځينو مهمو خبري رسنيو هم له ډېر وخت راهيسې په بېلا بېلو برخو کې د چين حالت ته پاملرنه کړې ده. هغه وويل، په ۱۹۲۱م کال کې د مصر د خبري رسنيو حالت له اوسمهال سره ډېر توپير لري، ځکه په هغه وخت کې پرمختللې مخابېراتي ټکنالوژي، انټرنيټ او ټولنيزو خبري رسنيو شتون نه درلود، نو د چين په هکله خبرونه هم ډېر کم خپرېدل، خو د الاهرام ورځپاڼې په شمول د مصر خبري رسنيو له مختلفو لارو د چين بدلون او سياسي حالاتو ته ډېره پاملرنه کړې او خبرونه يې خپاره کړي دي.

نوموړی وايي، چې الاهرام ورځپاڼې د ۱۹۲۰م کال د جولای په ۲۷مه نېټه په پخواني چين کې د مختلفو نظامي ډيکټاټورانو تر منځ د ګډوډۍ او نښتې حالاتو په هکله راپورونه خپرول.

په ۱۹۴۹م کال کې د نوي چين له جوړېدو وروسته په دغې ورځپاڼې کې د چين په هکله رغوونکي او فعال خبرونه په تدريجي ډول زيات شول او دغو خبرونو مصر او عربي هېوادونو ته د چين د پيژندنې لپاره مهم رول لوبولی دی. ښاغلي طارق يلسونوتي وويل، په چين کې رامنځته شويو سترو بدلونونو مصر او حتی عربي نړۍ ته ژورې خاطرې ورکړي، دغه راز د منځني ختيځ او افريقا پر سترې برخې يې اغيزې کړې دي. نو دا اړينه ده، چې الاهرام ورځپاڼه اوس هم بايد د چين کمونېست ګوند په مشرۍ د دغه هېواد اقتصاد او سياست ته پاملرنه وکړي، تر څو مصر او عربي نړۍ په سمه توګه چين وپيژني او سمه لاره غوره کړي.

مصر او چين د ۱۹۵۶م کال د مۍ په ۳۰مه نېټه رسمي ديپلوماتيکې اړيکې جوړې کړي او لومړی عربي او افريقايي هېواد دی، چې له نوي چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې دي. ښاغلي طارق يلسونوتي وويل، چې د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو اړيکې نورې هم ټينګې شوي او د مصر په خبري رسنيو کې د چين د بېلا بېلو برخو په اړه خبرونه او معلومات خپريږي. هغه وويل،چين په ۱۹۷۸م کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پيل کړي او د دغه هېواد د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې يې لوی اقتصادي پرمختګ موندلی دی. په دغه موده کې په چين کې څه بدلونونه رامنځته شوي، د ټولو خبري رسنيو لپاره د پاملرنې وړ دي.

 چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې له نړۍ سره نښلېدلی اوګړندی پرمختګ يې کړی دی. د مصر خبري رسنۍ د چين د اقتصاد پرمختګ او ټولې نړۍ ته د دغه هيواد خدمتي چارو ته ډېره پاملرنه کوي.

د نوموړي په اند د مصر او چين تر منځ تګ راتګ د مصر خبري رسنيو ته په بېلا بېلو برخو کې ښه فرصتونه برابروي او دغه رسنۍ به وکړای شي، چې د چين د پرمختګ په هکله لا زيات او بشپړ معلومات تر لاسه کړي. الاهرام ورځپاڼه په روان ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د کرونا وبا د کنټرول او وقايي کارونو ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه چين په لنډ وخت کې ياده وبا کنټرول کړې او په ټولې نړۍ کې يو ساری ګرځيدلی دی. د چين رهبر شي جين پينګ ويلي، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه شي او دغه هېواد د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې کې په ډېره ښه توګه دغه نظريه عملې کړې ده. چين د مصر په شمول عربي هېوادونو، اروپايي او افريقايي هېوادونو ته طبي مرستندويه توکي ورليږلي دي.

د ښاغلي طارق يلسونوتي په اند، د چين د کمونېست ګوند د حکومتوالۍ او واکمنۍ نظريې له مخې په دغه هېواد کې برياليتوبونه تر لاسه شوي او د دغه هېواد او نورو هېوادونو تر منځ همکاريو ټولې نړۍ ته ګټې رسولې دي.