د نړۍ امنيت او ثبات د چین او روسيې پر ستراتيژيکو همکاريو ولاړ دی
CRI2021-06-29 18:18:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون پر ۲۸مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبري وکړې. دواړو مشرانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو د تړون د باور موده به وغځوي. دغه تړون چې شل کاله مخکې لاسليک شوی، د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو ډېر مهم کار بلل کيږي او د دواړو هېواونو د دوستانه همکاريو بنسټ يې اېښی دی. د تړون د لاسليک پر مهال لويديځو هېوادونو ډنډوره جوړه کړې وه چې روسيه او چين به د دغه تړون له لارې نوی اتحاد جوړ کړي، خو حقيقت دا دی چې چين او روسيې له تېرو شلو کلونو راهيسې د غيرمنسلکيت، نه مقابلې او د درېيم طرف ضد مخالفت نه کولو پر اصولو ټينګار کړی، د يو بل مرکزي ګټو ته يې درناوی کړی، د متقابلې خوا مناسبو علاقو ته يې پاملرنه کړې او د نړۍ د لويو هېوادونو تر منځ د ګزارې نوې لاره يې پيدا کړې ده.  دا کار نه يوازې د چين او روسيې ګډې ګټې ساتلې دي، بلکې د نړۍ د سولې او امنيت د تامينولو لپاره يې مهم خدمت کړی دی.

ځينو لويديځو هېوادونو د سړې جګړې د مفکورې او د جيوپوليتيکس د سيالۍ له امله د چين او روسيې ضد ګامونه پورته کړي او دغه جريان لا هم روان دی. دوی د څو اړخيزتوب په پلمه هم دغسې کوچنۍ سياسي ډله راغونډه کړې چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، پر نورو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه لګوي او د چين او روسيې ترمنځ په اړيکو کې د نفاق اچولو لپاره هڅې کوې. د چين او روسيې د مشرانو تر منځ کتنه او ګډه اعلاميه ښيي چې دواړه هېوادونه له بادارۍ او يو اړخيزتوب سره مخالفت کوي او د يو بل له مرکزي ګټو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

چين او روسيې هغو لويديځو کړيو ته، چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو خرابول غواړي، دا پيغام خپور کړی چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې پخې، ثابتې او کلکې دي او د نړيوالو حالاتو د بدلونونو ازموينه زغملای شي.

د چين او روسيې ترمنځ نژدې همکارۍ د نړۍ لپاره مثبت قوت دی او د نړۍ د امنيت او ثبات لپاره ګټوره چاره ده.