په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت هنري ننداره تر سره شوه
cri2021-06-29 10:40:17
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د لوی سفر په نوم هنري ننداره د جون په ۲۸مه نېټه په ملي سپورټي ميدان کې نندارچيانو ته وړاندې شوه. د شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ او جاو له جي په شمول د چين ګوندي او دولتي مشرانو له شاوخوا شلو زرو کتوونکو سره ياده ننداره وکتله او په ګډه يې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سل کلن ځلاند تاريخ ياد کړ.دوی نيکې هيلې وړاندې کړې چې د دغه ستر ګوند تر مشرۍ لاندې چينايان نوې زمانې ته داخل شي.(غاټول)