د لوېديځې نړۍ د خبري رسنيو په شمول ځينو بهرنيو لويو رسنيو په دې وروستيو ورځو کې راپورونه ورکړي او ټوله پاملرنه يې چين ته اړولې ده. دغو رسنيو د چين د کمونېست ګوند چارې ستايلي او ويلي يې دي، چې د دغه ګوند په مشرۍ د چين لوی نفوس له بې وزلۍ څخه وتلی او چټک پرمختګ يې کړی دی .
د بريتانيې ايکونومېسټ مجلې د جون په ۲۶مه يوه ليکنه خپرې کړې او پکې يې ويلي، چې هيڅ سوسياليستيک قدرت د چين په څېر نه دی، ځکه دغه هيواد پخوا بې وزله و، خو اوس د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی.
د چين لوړ تخنيک او بشپړو اساسي تأسيساتو په کتو د امريکا سړکونه او پټلۍ ډېر زاړه او وروسته پاتې دي. د چين د کمونېست ګوند د برياليتوب مهم لامل دا دی، چې په دوامدار ډول خپل تشکيلات اصلاح کوي او د خلکو ژوند ښه والي ته پاملرنه کوي او همدا وجه ده، چې د خلکو پراخه ستاينه او ملاتړ يې تر لاسه کړی دی.
د هسپانيې ريبېليون ورځپاڼې په خپل ويبسايټ کې يوه ليکنه خپره کړې، چې له مخې يې د چين جي ډي پي له ۱۹۷۸م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ۸۶ چنده زياته شوې، چې دا په نړۍ کې ساری نه لري . د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته د دغه هيواد د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې ۸۰۰ ميليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي، چې د نړۍ په تاريخ کې يو اغېزمن ګام بلل کيږي دی.