د چين د کمونېست ګوند د غړو په ورځنيو چارو کې د بريا راز
cri2021-06-30 14:56:25
شريکول:


د جولای لومړۍ نېټې نښان ګټونکې جانګ ګوی مې

((د جولای لومړۍ نېټې نښان ګټونکي عام خلک  او اتلان  دي او په خپلو ورځنيو چارو کې  هڅې نه سپموي او په چوپه خوله د خلکو خدمت کوي.))

دغه خبرې د چين رهبر شي جين پينګ د جون په ۲۹ مه نېټه د جولای لومړۍ نېټې نښان د ورکړې  مراسمو کې وکړې.

د جولای لومړۍ نېټې نښان د چين د کمونېست ګوند د غړو لپاره تر ټولو لوړ عزت، اعزاز او درناوی بلل کيږي او په روان کال کې په لومړي ځل د دغه ګوند ۲۹ غړو ته ورکړل شول. په دغو ۲۹ کسانو کې پخواني عسکر، غوره کارکوونکي، ساينسي کارپوهان او ډيپلوماتان شامل دي. دوی د بېلابېلو مسلکونو دندې پر غاړه لري، د خپل هېواد د مبارزې او ابادۍ په بېلابېلو پړاونو کې يې مختلف خدمتونه ترسره کړي  او د ياد ګوند د غړو هغه  مشترکه  روحيه يې ثابته کړې،  چې له مخې يې د دغه ګوند غړي ټينګه اراده لري، پر ژمنې ټينګ ولاړ دي ، د کار لپاره هڅې او د خلکو لپاره خدمت ته ځانونه وقف کوي او د کار په بهير کې سپيڅلتیا ساتي.

د جولای لومړۍ نېټې نښان د يادو ۲۹ ګټوونکو  د چارو  هنداره ده او  د چين د کمونيست ګوند تېر سل کلن تاريخ انعکاسوي.

سل کالونه وړاندې، کله چې د چين کمونېست ګوند تازه جوړ شوی و، عامو خلکو د دغه ګوند په اړه زيات معلومات نه درلودل او آن  د کوه مينګ تانګ ګوند له لوري د بدنامۍ ټاپې پرې لګېدې، ځکه د دغه ګوند په اړه يې سم پوهاوی نه درلود.  د امريکا خبريال ايډګار سنو (Edgar Snow) په ۱۹۳۶م کال کې د مرکې لپاره د چين د شان شي ولايت ته ولاړ  او وروسته يې د چين کمونېست ګوند د مبارزې په اړه په چين کې سور ستوري  (Red Star Over China) کتاب وليکه، چې پدې سره د ياد ګوند رښتينې  بڼه بهرنيانو ته وښودل شوه .

ايډګار سنو په دغه   کتاب کې ليکلي، چې د چين کمونېست ګوند غړي له خلکو سره نږدې اړيکې لري، د مبارزې او کار په بهير کې غښتلې وړتيا او انرژي  ښکاره کوي او د خلکو د ازادۍ، ملي وقار او  د هېواد د راتلونکي لپاره ډېرې هڅې کوي، نو ځکه دغه ګوند ګڼ شمېرهيوادپاله  ځوانان راجلب کړي او د بهرنيو دوستانو پاملرنه يې ځان ته اړولې ده او د ډېرو خلکو ملاتړ يې ترلاسه کړی دی. .

د چين کمونېست ګوند غوره روحيه له تېرو سلو کلونو راهيسې نسل په نسل خپريږي او خلکو ته په ميراث پاتې شوې ده. زه دلته د جولای لومړۍ نېټې نښان د دووګټونکو، جو يونګ کای  او جانګ ګوی مۍ بېلګې راوړم.

۹۲ کلن جو يونګ کای۷۵ کاله کيږي، چې د چين کمونېست ګوند غړيتوب يې ترلاسه کړی. د نوي چين له جوړېدو مخکې يې د يوه استخباراتي کارکوونکي په توګه دنده پر غاړه درلوده او وروسته يې د يوه حکومتي مامور په توګه په خپله سيمه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د چاپيريال ساتنې په برخو کې ډېر کارونه وکړل  او له تقاعد وروسته يې د ځايي خلکو په مشرۍ پر څه باندې ۶۷ کيلومتره مربع ځمکې نيالګي کېنولي دي. نوموړی سږکال ۹۲ کلن شو، اوس هم کله کله ښوونځيو ته ځي او ځوانو ګوندي غړو ته درسونه ورکوي.

جانګ ګوی مې د چين د يوننان ولايت اوسېدونکې ده. نوموړې په چين کې د نجونو لپاره د وړيا زده کړو لومړۍ لېسه جوړه کړه  او تراوسه څه باندې ۲۰۰۰ بېوزله نجونې له دې لېسې څخه فارغې شوي  او اوس پوهنتونونو ته ځي . جانګ ګوی مې ساده ژوند لري، هغې خپل ټول معاش او ټولنيزې بسپنې د ښوونيزو چارو او زده کوونکو لپاره لګولې دي.نوموړې وايي، هغه څه چې اوس يې خپله کوي، عادي کارونه دي  او د کمونېست ګوند ډېری غړي هم هره ورځ پرې لګيا دي.

ياد دوه کسان د چين د کمونېست ګوند د ۹۵ ميليونو غړو ډېرې ښې بېلګې دي او د کمونيست ګوند هغه غوره روحيه ترې ښکاري، چې  د دغه ګوند د دوامدار پرمختګ او بريا سبب شوې ده .

د بلاروس د ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ څېړونکی سيرګي وېچيک وايي، د چين کمونېست ګوند هميشه د پرمختګ لارې په سر   کې ولاړ دی او د زړورتوب او پرمختګ سمبول ګرځيدلی . دغه ګوند د خپل هېواد د ابادۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلي کولو وروسته يې هېواد ته ډېر اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه ورکړي، چې د انسانانو په تاريخ کې ساری نه لري.

د دغه برياليتوب راز په څه کې دی؟

د چين د کمونېست ګوند د لومړۍ نېټې نښان ګټوونکو او  ۹۵ ميليونو غړو په ورځنيو چارو کې د دې پوښتنې ځواب پيدا کولی شو.