د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، نړيوالو رسنيو د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په درشل کې د دغه ګوند د سل کاليز ځلانده تاريخ او له ۷۰ کلونو راهيسې د دغه ګوند د خپلواکۍ برياليتوبونه لوړ ستايلې دي.
په چين کې د پروتوګل سفير جوسي اوګوستو په دې اند دی چې د چين خلک په تېرو سلو کلونو کې له ډول ډول ستونزو څخه وتلي او د شتمنېدو او پياوړي کېدو پر لوري يې ګامونه پورته کړي دي او ستر تاريخي برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. په نوې زمانه کې د چين ادعا، ځيرکتيا او لايحو د انسانانو پر وړاندې د ننګونو او ستونزو د ليرې کولو لپاره ستر رول لوبولی او نړۍ ته يې خدمتونه کړي دي.
د ايټاليا د ورېښمو د نوې لارې د همکارۍ ټولنې مشر فرانسيس مرينګيو د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، د چين کمونېست ګوند د هېڅ موډل نه لرلو په حال کې د نورو د پرمختللو تجربو د زده کړې په عين وخت کې د خپل هېواد له حالاتو سره سم د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لاره جوړه او هواره کړې ده. (هيله)