د چين استازي د م.م د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ځينو هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه
CRI2021-07-01 11:13:04
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سويس په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي سفير چن شو د جون په ۳۰مه نېټه د م.م د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې د ورته نظريو لرونکو هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې د بېوزلۍ د کمولو چارو ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کار د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ په اړه د م.م د اجنډا لومړۍ موخه ده او هم د بشري حقونو د ساتنې او پياوړتيا په چارو کې تر ټولو مهمه برخه ده. د نړۍ نژدې ۷۰۰ مليونه وګړي لا هم په مطلقې بېوزلۍ کې ژوند کوي او د کرونا وبا له امله ښايي نور څه باندې ۱۰۰ مليونه کسان په غريبۍ کې راګير شي. د بېوزلۍ له منځه وړل او د دواملرونکي پرمختګ هڅول د نړيوالې ټولنې پر غاړه لومړۍ او مهمې دندې دي.

چن شو زياته کړه، چې نړيواله ټولنه بايد د بېوزلۍ د کمولو په اړه نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي، په تيره بيا له پرمختيايي هېوادونو سره دې مرستې وکړي.