په چين کې پر ملاريا د اخته کسانو شمېر صفر ته ټيټ شوی
cri2021-07-01 11:25:16
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان د جون په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې چين ته يې د ملاريا ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې تصديق نامه ور کړې ده. دوی د چين د يادې کړنې لوړه ارزونه کړې او ويلي يې دي چې چين يو ستر کار تر سره کړی دی. چين له دېرشو کلونو راهيسې د ملاريا ناروغۍ په له منځه وړلو کې ډېرې هڅې کړې او د ارام سمندر په لويديځ کې لومړی داسې هېواد ګرځېدلی چې ياده تصديق نامه يې تر لاسه کړې ده.

دا يو اسان کار نه دی چې په چين کې پر ملاريا د اخته کسانو شمېر د تېرې پېړۍ په څلورمه لسيزه کې له دېرش ميليونو څخه په ۲۰۱۷ کال کې صفر ته راتيټ شوی دی. دا د چين د حکومت له خوا د ملاريا ناروغۍ د دقيق مخنيوي او کنټرول نتيجه ده او د خلکو د روغتيايي ضمانت د سيستم د جوړېدو برياليتوب هم دی.دغه کار د چين د کمونېست ګوند د هغو افکارو لاسته راوړنه هم ده چې د خلکو ګټو، روغتيا او ډاډمنتيا ته لومړيتوب ورکوي.

د ملاريا ناروغي په نړۍ کې تر ټولو سخته ناروغۍ بلل کيږي.د چين حکومت د تېرې پېړۍ له پنځمې لسيزې څخه د خلکو د روغتيا د ساتلو لپاره د ملاريا پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده. تر هغه وروسته په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو کارونو په پرمخبيولو سره د چينايانو د کورونو او ژوند شرايط او مخابراتي او طبي خدمتونه تر زياتې انداې پورې ښه شوي په تېره بيا په ټول چين کې د خلکو د بنسټیز طبي ضمانت شبکه جوړه شوې چې دغه کار د ملاريا ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره مهم رول لوبولی دی.

دا مهم ټکی دی چې چين تل د ملاریا د له منځه وړلو لپاره ابتکاري کارونه تر سره کړي دي. د چين حکومت په ۱۹۶۷ کال کې د ملاريا د له منځه وړلو په موخه د ۵۲۳ پروژې په نوم پلان پيل کړی او د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې يې آرټیمیسنین (Artemisinin) درمل جوړ کړل چې په ملاريا ځپلو سيمو کې د خلکو د ژوند د ژغورنې درمل ګرځېدلی دی.

چين د نړۍ داسې هېواد دی چې نفوس يې تر ټولو ډېر دی او  په برياليتوب سره يې ملاريا له منځه وړلی ده . د چين له دغه کار څخه  د روغتيايي سويې لوړوالی او د بشري حقونو د چارو پرمختګ ښکاري. دغه کار د مطلق غربت د تر له منځه وړلو وروسته د انساني روغتيا او د بشري حقونو د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره د چين ستر خدمت دی.

د پاملرنې خبره دا ده چې چين له ملاریا سره د مبارزې په بهير کې اغيزمن تدبيرونه نيولي يعنې په يوه ورځ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په اړه راپور وړاندې کوي او په درېيو ورځو کې د دغو ناروغانو د بيا څارنې کارونه تر سره کوي او په اوو ورځو کې د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو د ځای پلټنه کوي.د دغو اغيزمنو تدبيرونو په نيولو سره په دغه هېواد کې د ملاريا ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی شوی دی.

د بېلګې په توګه د چين حکومت د آرټیمیسنین په وسيله د ملاريا ناروغان تداوي کوي چې دغه لاره چاره د چيني درملو کارپوه او د نوبل طبي جايزې اخيستونکې تو يو يو په مشرۍ د څېړنيزې ډلې له خوا پيدا شوې ده. تر اوسه پورې په دغې لارې چارې په نړۍ کې په تېره بيا په پرمختیايي هېوادونو کې د زرګونو کسانو ژوند ژغورل شوی دی او د دوی له خوا جوړ شوي درمل د ملاريا د له منځه وړلو لپاره د دې سازمان لومړی انتخاب دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د ملاریا د نړيوال پروګرام مسئول پيدرو الونسو وويل چې د چين حکومت او خلکو له څو لسيزو راهيسې د ابتکاري کارونو په تر سره کولو سره د دې ناروغۍ د له منځه وړلو ګامونه چټک کړي او له دې څخه څرګنديږي چې چين د انسانانو د روغتيا د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کړې او کوي يې.

د ملاريا او کرونا وبا پر وړاندې له روانې مبارزې څخه ښکاري چې نړۍ ګډ برخليک لري او ټول په يوې ټولنې کې ژوند کوي. د نړيوال روغتيايي بحران پر وړاندې د یووالي ساتنه او همکارۍ کول د بېلا بېلو هېوادونو يوازينی سم انتخاب دی.