د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې د شي جين پينګ وينا (۱)
CRI2021-07-01 19:39:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې لمانځغونډه د جولای په لومړۍ نېټه د چين د پلازمينې بېجينګ په تيان ان من ميدان کې تر سره شوه. د چين رهبر شي جين پينګ په دغې غونډې کې د دغه ګوند او چينايانو په استازيتوب اعلان وکړ، چې چين د دغه ګوند د ټولو غړيو او د بېلا بېلو قومونو د خلکو د پر له پسې کوښښونو په رڼا کې د پرمختګ خپلې لومړۍ سل کلنې موخې ته رسېدلی، نسبتاً هراړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او په بې سارې توګه يې د شديدې بې وزلې مسئله ليرې کړې ده. چين په هره ساحه کې د سوسياليستي عصري غښتلي هېواد د ابادولو په اړه د دوهمې سل کلنې موخې پر لور ګام پورته کوي.